اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې حكومت د برېښنا څانګه كښې اصلاحات او د پاليسو د تسلسل په سوب د پېداوار لوېې پروژې بشپړېدو پلو په تندۍ سره روانې دي او تر كال 2018 به په قامي ګرډ كښې 10400 مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرډ كښې د شاملولو هدف ترلاسه كولو كښې كامياب شو٬ په سندھ طاس لوظنامه د ھغې د روح له مخې عمل پكار دے۔ ده دا خبرې د داسو پروژې د ړومبي پړاٶ د تعميراتي كار پ?? لړ كښې د لوظنامې دستورې ته خپله وېنا ك??ې وكړې۔ ده ووئيل د داسو پروژې په وړمبي پړاو د تعميراتي كار پېل په دې لړ كښې مهم سنګ مېل دے د هائيډرو پاور په مهمه منصوبه ديامر بهاشا بند به هم ډېر زر كال پېل شي ۔ ده ووئيل د دې منصوبو بشپړېدو سره به ارزانه برېښنا ترلاسه شي ۔ ده ووئيل دا م??صوبه به په 6 اربه 20 كروړه ډالره لګښت ترسره كېږي۔ ده ووئيل ?? كال 2018 په پېل كښې به د نيلم جهلم پن برېښنا پروژه د برېښنا پېداوار پېل كړي۔ ده ووئيل په سندھ طاس لوظنامه بايد د ھغې د روح له مخې عمل وكړے شي۔ كه هند د لوظنامې خلاف ورزي كوي نو پاكستان سره د دې حل شته۔ دستوره كښې د داسو پروژې كار لومړي پړاٶ په اړه د 180 اربه روپو ماليت دوه لوظنامې لاس ليك شوے كومه چې به ?? كال 2021 تر پائې بشپړېږي او په دې به 4 اربه 20 كروړه ډالره لګښت راځي٬ دې څخه به 2160 مېګاٶاټ برېښنا پېدا شي ۔ ده ووئيل د منصوبې د دوېم پړاٶ بشپړېدو نه پس به 4320 مېګاٶاټ برېښنا قامي ګړد كښې شامل شي
د برېښنا لوے پروژې بشپړېدو پلو تندۍ سره روانې دي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار