اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اوبو كمې د پاكستان تر ټولو لويه مسئله ګرځولو سره ديام?? بهاشا بند او مهمند بند جوړولو لپاره د پي اېم۔ سي جے فنډز اعلان كولو سره ټولو پاكستانيانو او په خاص توګه سمندر پورې پاكستانيانو ته خواست كړ?? چې سمندر پورې پاكستانيان دې د بندونو په فنډ كښې د زړه د اخلاصه عطيات وركړي٬كه د 80 لكو نه تر 90 لكه بهر مېشته پاكستانيان كم نه كم يو كس زر ډالر دې فنډ ته راولېږي نو مونږ سره به بندونو جوړولو لپاره پيسې جمع شي٬د زرمبادله پانګې به هم زياتې شي او مونږ به د چا نه قرض هم و??ه غواړو٬باور وركوم چې ?? قوم د پيسو به په خپله حفاظت وكړم۔ده دا خبرې د جمعې په ماښام د اوبو كمي او د بندونو جوړولو په اړه ?? قوم په نامه نشرياتي پیغام كښې وكړې۔وزيراعظم و??ئيل چې ده پاكستاني اولس سره لوظ كړ?? و چې هغه به د هېواد ټولې ستونزې د دوي په وړاندې اږدي او هغوي به د هر څه نه خبروي۔وزيراعظم و??ئيل چې د تېرو دوه اونيو نه هغه د هېواد په معاشي حالاتو٬ د قرضې په صورتحال٬د توان په مسئله او د خارجه پالېسۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې بريفنګ اخلي۔ده ووئيل چې پھ دې كښې شك نشته چې هېواد ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ دې٬لس كاله وړاندې د 6 زره اربه روپۍ قرض و كوم چې اوس 30 زره اربه روپۍ ته رسېدلې دې۔وزيراعظم و??ئيل چې په دې وخت كښې تر ټولو لويه مسئله د اوبو ده٬ده ووئيل چې كله پاكستان آزاد شوې وو نو د هر يو پاكستاني پھ برخه كښې 5 زره 600 كيوسك اوبه راتلې كومې چې نن يو كس لپاره 1000 كيوسك پاتې شوي دي۔وزيراعظم و??ئيل چې په پاكستان كښې د اوبو ذخيره يوازې د 30 ورځو ده٬په هند كښې دا ذخيره د 90 ورځو او په مصر كښې د 1000 ورځو ده او نړۍ داسې ګڼي چې بايد دا ذخيره د 120 ورځو وي۔وزيراعظم پھ دې تناظر كښې د بندونو جوړول هېواد لپاره ضروري ګرځولو سره ووئيل چې كه مونږ اوس هم د بندونو جوړولو كار پېل نه كړو نو راتلونكو نسلونو لپاره به داسې مسئله پرې ږدو په كومه چې نن زه خبرې كول نه غواړم۔ده ووئيل چې د پوهانو له مخې د بندونو نه جوړولو پھ صورت كښې به په پاكستان كښې په كال 2025م كښې وچ كالي پیل شي٬مونږ سره به غلې كرلو لپاره اوبه نه وي نو قحط سره مخ كېدې شو۔وزيراعظم و??ئيل چې د اوبو د كمي سخته مسئله په نظر كښې ساتلو سره مونږ نن د بندونو جوړولو كار پېل كوو۔وزيراعظم د بندونو فنډ جوړولو په اړه د پاكستان د ستر قاضي جسټس ثاقب نثار اقدام ستائېلو سره ووئيل چې دا كار د ده نه و بلكې زمونږ د سياسي مشرانو وو۔ده ووئيل چې دا مسئله 30 كاله پخوانۍ ده٬خلكو ليدل چې اوبه كمېږي٬بايد زمونږ مشرانو فكر كړ?? وو۔وزيراعظم و??ئيل چې ده د پاكستان ستر قاضي سره خبره كړ?? مونږ سي جے او پي اېم فنډ يوځاې كوو۔ده ووئيل چې د ستر قاضي په فنډ كښې 180 كروړه روپۍ جمع شوي دي٬وزيراعظم ټولو پاكستانيانو او په خاص توګه بهر مېشته پاكستانيانو ته خواست وكړو چې هغوي دې خپل سباؤن لپاره د بندونو به فنډ كښې د زړه د اخلاصه عطيات وركول پېل كړي۔وزيراعظم د شوكت خانم روغتون او د نمل پوهنتون په جوړولو كښې د بهر مېشته پاكستانيانو كردار ستائېلو سره ووئيل چې په شوكت خانم كينسر روغتون كښې هر كال 70 فيصده خساره كېږي كومه چې بهر مېشته پاكستانيان د خپلو عطياتو د لارې پوره كوي۔ده ووئيل چې زه د 80 نه تر 90 لكه بهر مېشته پاكستانيانو ته په خاص توګه ??خا??ب يم چې كه دوي لږ نه لږ 1000 ډالر دې فنډ ته راولېږي نو مونږ سره به بندونو جوړولو لپاره پيسې هم جمع شي او د ډالر په شكل كښ به د زرمبادله پانګې هم زياتې شي او مونږ به د چا نه قرض هم و??ه غواړو۔عمران خان ووئيل چې نن هېواد ته د زرمبادله سخت ضرورت دې په پاكستان كښې د ډالرو كمې دې٬زمونږ د زرمبادله ذخيرې كمې دي٬د بهر مېشته پاكستانيانو د عطيې په نتيجه كښې به نه يوازې زمونږ ذخيرې سمې شي بلكې د قرض غوښتلو نه بغې?? به د بندونو جوړول كار هم پېل شي۔ده ووئيل چې كه مالي وسيلې ولرو نو مونږ به په پنځو كلونو كښې بندونه جوړ كړو۔ناوخته كېږي ځكه چې مونږ پيسې نه لرو۔ده په دې لړ كښې د نيلم جهلم هائيډرو پاور پراجېكټ ذكر كولو سره ووئيل چې د عطيه اربه روپو لګښت پروژه د پيسو نشت والي له امله 500 اربه روپۍ ته ورسېده۔وزيراعظم و??ئيل چې هغه بهر مېشته پاكستانيان
وزيراعظم عمران خان د اوبو كمې د پاكستان تر ټولو لويه مسئله ګرځولو سره ديامر بهاشا بند او مهمند بند جوړولو لپاره د پي اېم۔ سي جے فنډز اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری