د چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ


APP16-27 ISLAMABAD: December 27 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې د جعلی اکاؤنټس پحقله د جے آئي ټي په راپور كښې د شام??و 172 كسانو نامې په اي سي ايل كښې د اچولو٬ د چين په ماركيټ كښې د داخلې لپاره د پانډا بانډز اجراء ٬ فرح سبزواري د اېس اي سي پي چيئرمېن٬ عامر عظيم باجوه او ډاكټر خاور صدیق د پي ټي اے غړي لګولو ٬ په نيوز پرنټ رېګولېټري ډيوټي د 5 نه كمولو سره يو فيصد كول٬ د سټيل ملز واجبات تر كال 2019 د ادا كولو او د ډاكټر عطاء الرحمان په مشرۍ كښې د ټېكنالوجي ټاسك فورس جوړولو منظوري٬ وفاقي كابينې د موبائل لائسنس د تجديد معامله موخر كړې٬ د 15مې جنورۍ نه پس به هم د لس فيصده ټېكس وركولو سره د موبائل فون رجسټرېشن كېدې شي٬ بل پړاٶ كښې ب?? وزیراعظم هاؤس په پوهنتون كښې بدلولې شي٬ د راتلونكي كال د جون مياشتې نه وړاندې ب?? فاټا كښې د صو??ائي اسمبلۍ ټاكنې كولې شي٬ د الطاف حسین د خلقو د قتل كولو امر ٬ د كركې خپرولو تقريرونو او په كراچۍ كښې د ساٶته افريقين ګېنګ په فعاليتونو د اندېښنې څرګندونه ٬ وزیراعظم عمران خان خارجه وزارت ته ساٶته افريقه او برتانيې سره د معاملې د پورته كولو امر كړے۔ د زيارت په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميديا ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې د جوائنټ انوسټي ګېشن راپور په سپريم كورټ كښې جمع شوې چې پكښې اېف آئي اے ښكاره انكشافات كړي٬ ټولو ليدلي چې څنګه د سندھ حكومت مني لانډرنګ لپاره كارولې شوې او لوے رقوم د جعلي اكاٶنټ٬ لېنډ مافيا ٬ خلق يرغمال كولو سره وصول كړې شوې۔ وفاقي كابينې پرېكړه كړې چې د جے آئي ټي په راپور كښې د شامل 172 كسانو نامې ب?? په اي سي ايل كښې اچولې شي۔ ده ووئيل چې په بې دردۍ سره لوټ كړې شوې پېسه د اولس ده٬ اميد دې چې آصف علي زرداري به جے آئي ټي اوس په سنجيدګۍ سره واخلي٬ په راتونكو كښې ب?? دوي ته معلومه شي چې په دې كاروائۍ كښې څومره سنجيدګي ده٬ حکومت او ادارې ب?? د اولس د يوې يوې پېسې حساب اخلي٬ او دا عمل به روان وي٬ كومو خلقو ته چې اوس هم د سنجيدګۍ احساس نه كېږي دوي په حقيقت كښې تر كافي حده احساس كړې٬ دوي په خله خاندي او په زړه ژاړي۔ وفاقي وزير ووئيل فاټا كښې ب?? د صو??ائۍ اسمبلۍ ټاكنې د راتلونكي كال د جون مياشتې نه وړاندې كېږي او د فاټا د ضم كېدو پړاٶ به ترسره شي٬ په دې لړ كښې يو عمل پېل شوې ٶ چې فاټا ته دې آئيني او قانوني حقونه ترلاسه شي٬ د فاټا اولس د پاكستاني قام اثاثه دي٬ د دوه لسيزو په مهال د فاټا اولس چې كومو ستونز سره مخ شوې٬ د دې اندازه يوازې د فاټا خلقو ته كېږي۔ وزیراعظم عمران خان او د پي ټي آئي د حكومت دا خواهش ٶ چې په آئين كښې د فاټا خلق مساوي حقوق ترلاسه كړي۔ ده ووئيل كابينې د كراچۍ په وضعه غور كړې ٬ ووئيل شول چې څنګه په كراچې كښې ناڅاپه صو??تحال خراب شوې٬ د علي رضا عابدي د قتل نه علاوه نورې پېښې هم رامخې ته شوې دي چې ترې دا برېښې چې ځينې ګېنګ بيا فعالېږي، د کراچی امن لپاره ځواكونو٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو ډېرې قربانۍ وركړې دي٬ څوك به د كراچۍ امن بيا خرابولو ته پرې نه ږدو ٬ له بلې خوا الطاف حسېن په برتانيه كښې ناست دے او د خلقو د قتل كولو امر كوي او د كركې خپرولو تقريرونه كوي خو د برتانيې اتهارټۍ تر اوسه په دې كومه كاروائي نه ده كړې ٬ كابينه اندېښنه لري ٬ دا پرېكړه شوې چې په دې معامله به د برتانيې حكومت سره خبره كولې شي۔ ده ووئيل چې په كراچۍ كښې ساٶته افريقين ګېنګ فعاله دے ٬ په دې ګېنګ دې هلته قانوني قدغن ولګولې شې چرته نه چې ھغه دا هر څه كوي ،وزیراعظم خارجه وزارت ته امر كړے چې دواړو هېوادونو ته دې باور وركړې شي چې د دوي خاوره په پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره كارولې كېږي ۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې دا مهال د تحيق بېلا بېلې ادارې٬ تهنك ټېنك كار كوي او د اېكېسېلنس مركزونه هم موجود دي ٬ حكومت پرېكړه كړې چې دا ټول به يو ځائ كولې شي او د دوي په وړاندېزونو به عمل كولې شي۔ ده ووئيل ځينې وفاقي ادارو ضمني ګراټس غوښتي وو ٬ كابينې په دې غور وكړو او د اېچ اي سي ٬ اېف آئي اے پشمول نورو لپاره د ضمني ګرانټس اجراء سره سره د سټيل ملز تر كال 2019 د ټولو بقاياجاتو د فنډ اجراء كولو منظوري وركړې شوه۔ د تجارت سلاكار رزاق داؤد د پاکستان سټیل ملز پحقله پلان راوړي ٬ دا هم ھغه سټيل ملز دے كوم چې تېرو حكومتونو لپاره يو لوے چېلنج ٶ اوس به سټيل ملز چلېږي او ګټوره اداره به جوړېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل چې په كراچۍ كښې اېم كيو اېم او د پي ټي آئي مشرانو ته صو??ائي حكومت امنيت نه وركوي ٬ په دې وفاقي حكومت اندېښنه لري٬ وزیراعظم عمران خان دوهم داخله وزير ته امر كړې چې د سندھ حكومت سره رابطه وكړي او د صو??ائي مشرانو امنيت باوري كولو لپاره خبره وكړي٬ كه صو??ائي حكومت امنيت نه وركوي نو بيا به وفاق د امنيت ذمه واري رېنجرز ته وسپاري۔ ده ووئيل پارلمان كښې هر ډول قانون سازۍ لپاره پي ټي آئي اكثريت لري ٬ د مسلم لیګ ن او پيپلز ګوند ځينې غړي به هم په مهمه قانون سازۍ كښې د حكومت ملګرتيا كوي ځكه چې دوي د ذاتي مفادو برخه جوړېدل نه غواري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سېف سټي په نامه د كروړونو روپو په لګښت سي سي ټي وي كېمرے لګول شوې وې خو ھغه كېمرې نه خو د چا پېژندګلې كولې شي او نه د ګاډي نمبر پلېټ ريډ كولې شي٬ دې لپاره د كېمرو د لګولو د معاملې پلټنې روانې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل بېنظير بهټو د پاكستان مهمه سياسي لارښوده وه٬ د ھغې شهادت قام لپاره لوي زيان ٶ٬ د بهټو د پيپلز ګوند انقلاب د غريبانو انقلاب ٶ٬ د شهیدې بېنظير بهټو د آصف علي زرداري پيپلز ګوند سره هېڅ تعلق نشته۔ د يوې پوښتنې په ځواب چوهدري فواد حسېن ووئيل چې صو??ې او وفاق د آئين پابند دي٬ څوك د دې خلاف نه شي تللې

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس