اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د نائيجېريا څلور كسيزه مېډيا پ??اوي د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي سره ملاقات وكړو۔سيد طارق فاطمي د افريقائي هېوادونو په خاص توګه نائيجېريا سره اړيكو كښې زياتوالي لپاره د پاكستان د خوښې څرګندونه وكړه او د نوې آبادياتي نظام څخه آزادۍ لپاره د دوي په هلو ځلو كښې د افريقائي هېوادونو لپاره د پاكستان اصولي دريځ او ملاټر څرګندونه وكړه۔ده پلاوې د معيشت استحكام او توان بحران حل له د حكومت د پالېسو څخه خبر كړو او امن ناكه ګاونډګيرۍ لپاره ئې د حكومت د خارجه پالېسۍ مقصدونو پلو پام وګرځولو۔ده پلاوې د جمو كشمير شخړې تاريخ او مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي ظلمونو څخه هم خبر كړو۔خاص مرستيال د نائيجېرين پلاوې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانو او د ترهه ګرۍ ختمولو له د پاكستان لوظ څخه هم خبر كړو۔د نائيجېريا مېډيا پ??اوي د ان??ټي ټېوېټ آف سټراټېجك سټډيز اسلام آباد په بلنه د پاكستان په دوره راغلې۔دا دوره د افريقا هېوادونو سره د پبلك ډپلوميسي د لارې اړيكې لا ښه كولو له د پاكستان د حكومت د هڅو برخه ده
د نائيجېريا څلور كسيزه مېډيا پلاوي د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي سره وليدل
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا