اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وز??ر چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د وز??راعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې صنعتي انقلاب راغلے٬مونږ تعميراتي صنعت بحال كړے٬زمونږ په دور كښې د كرپشن نه پاكې پروژې پېل شوي٬څوك دې ته ګوته نشي نيولې٬د للا نه تر جهلم د دوه مخې لويې لارې پروژې سره ??ه د اولس قسمت بدل شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د جهلم للا د دوه مخې لويې لارې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې وز??راعظم عمران خان٬د پنجاب وز??راعلٰی سردار عثمان بزدار٬د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود٬د آزاد كشمير وز??راعظم سردار عبدالقيوم نيازي د م??صوبه بندۍ وز??ر اسد عمر ټاكلې شو?? استازو او د جهلم اولس په لويه شمېره ګډون وكړو۔د اطلاعات وفاقي وز??ر ووئيل جهلم د شهيدانو او غازيانو سيمه ده٬زمونږ د اديرو نه د شهيدانو د وينې خوشبو راځي۔ده ووئيل كه چا د دې سيمې د عزت خيال ساتلے نو هغه وز??راعظم عمران خان دے۔ده ووئيل وز??راعظم عمران خان زما نه ښه د جهلم نه خبر دے ٬وزيراعظم دلته د ډېرو پروژو پرانستې كړي۔وفاقي وز??ر ووئيل د وز??راعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت په هېواد كښې صنعتي انقلاب راوستے ۔كروندګرو ته د فصل پوره قيمت ترلاسه كېږي٬حكومت داسې اقدامات كړي چې د دې څخه وړاندې كله هم نه وو شوې۔ ده ووئېل وز??راعظم د هېواد د 70 كاله خرابۍ لرې كولو هڅې كړي۔پاكستان تحريك انصاف هغه يواځنے ګوند دے كوم چې د پاكستان خبره كوي۔ده ووئيل د دې پروژې په پېل كولو د وز??راعظم عمران خان مننه كوو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې صنعتي انقلاب راغلے٬مونږ تعميراتي صنعت بحال كړے٬زمونږ په دور كښې د كرپشن نه پاكې پروژې پېل شوي ٬څوك ورته ګوته نشي نيولې٬د جهلم دوه مخې لويې لارې پروژې سره به د اولس قسمت بدل شي۔ چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea