اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نهې په ورځ د خپلې چوكۍ ذمه وارې پغاړه واخستې. د اطلاعاتو او خپرونو په وزارت كښې د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد پشمول د وزارت نورو اعلٰی چارواكو د اطلاعاتو او خپرونو د وزيرې هركلې وكړو. وفاقي وزيرې ته د وزارت د چارو په اړه بريفنګ وركړے شو. په دې موقع مريم اورنګزېب په خپلو خبرو كښې ووئيل چې حكومت د رائې د اظهار په آزادې كامل باور لري. هغې ووئيل چې د مېډيا هاٶسز ، تنظيمونو او خبريالانو خېر ښېګړې لپاره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي. وفاقي وزيرې په پيكار آرډيننس 2016م ټولو اړوند ډلو سره د مشورې كولو اعلان وكړو. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې د پي ټي وي او اے پي پي پشمول د وزارت په ټولو مهمو ادارو په دې وخت كښې د هېواد د اوسني سياسي او معاشي صورتحال په اړه اولس ته درست معلوماتو وركولو لويه ذمه واري راځي. هغې هيله څرګنده كړه چې د اطلاعاتو د وزارت ټولې ادارې به د اولس ګټې په نظر كښې ساتلو سره په ښه ډول وظيفه ترسره كړي. هغې ووئيل چې د اطلاعاتو وزارت او د مېډيا ادارو ترمېنځه د روابطو وده زمونږ وړومبې ترجيح ده. په دې موقع د اطلاعاتو سېكرټري ، د پي ټي وي اېم ډي او د اے پي پي اېم ډي پشمول د وزارت نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو.
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د خپلې چوكۍ ذمه وارې پغاړه واخستې
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا