ډېره غازي خان 01 ستمبر (اے پي پي﴾ صدر ډاكټر عارف علوي د سېلاب په اړه د خبرتيا نظام په لا ښه كولو زور راوړلو سره وئيلي دي په سېلاب قابو موندلو لپاره د بندونو جوړول ډېر ضروري دي، كروندګرو ته دې د فصلونو د انشورنس ترغيب وركړے شي. د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت دا خبرې د زيارت په ورځ د سېلاب ځپلې سيمې دورې په مهال د ډېره غازي خان د انتظاميې لخوا د بريفنګ اغستو په مهال كړې . صدر مملكت په ډېره غازي خان كښې د درې لكه اېكړه نه په زياته سيمه د ولاړو فصلونو، ځاني او مالي زيان او د زرګونو په شمېر ودانيو ته په رسېدلي زيان د افسوس څرګندونه كړې . صدر ووئيل د خلقو د ځان و مال، څاروو، كورونو او فصلونو ته د رسېدلي زيان ازاله بايد د حكومت وړومبې ترجيح وي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د سېلاب په اړه د خبرتيا نظام په لا ښه كولو زور راوړو او وې وئيل په ډېره غازي خان كښې د غره د سېلاب اوبه ذخيره كولو لپاره دې ډېلې اېكشن ډېمونه جوړولو ته پام وكړي. ده ووئيل د حكومت لخوا د سېلاب د زيان ازالې كولو ضرورت دے. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل كروندګرو ته دې د فصلونو د انشورنس ترغيب وركړے شي. ده ووئيل د سېلاب نه پس د رنځونو مخ نيوي او د روغتيا ضروريات پوره كولو دې ته خاص پام لرنه وكړې شي
په سېلاب قابو موندلو لپاره د بندونو جوړول ډېر ضروري دي، كروندګرو ته دې د فصلونو د انشورنس ترغيب وركړے شي. صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر