اسلام آباد 02 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي د حکومت ا قتصادي اصلاحاتو په سوب پاکستان اسياﺀ كښې په تندۍ يو مستحكم معیشت رامخې ته شوې، سی پیك پاکستان د سرمایه کارۍ په ڼريواله نقشه كښې شامل کړے، نالج کوریډور ترمخه په 10 كاله كښې 10 زره پی ایچ ډیز رامخې ته كول دي ۔ ده د زيارت پھ ورځ واشنګټن كښې د امريكې خارجه محکمې او د امريكې د نړيوال پرمختګ ادارې اعلیٰ چارواكو شريكه غونډه كښې خبرې كولې۔ وفاقی وزیر ووئيل د حکومت د اړخه معارفي كړې شوي اقتصادي اصلاحاتو په سوب پاکستان په تندۍ سره اسياﺀ كښې د يو مستحكم معیشت په توګه رامخې ته شوې ۔ غونډه كښې د پاکستان امریکې په نالج راهدارۍ عملدرآمد له د پیشرفت جاج واخستې شو۔ وفاقی وزیر ووئيل د نالج کوریډور ترمخه بيلو څانګو كښې به په راروانو 10 كلونو كښې 10 زره پاکستانیان پی ایچ ډیز رامخې ته كوزل وي۔ ده ووئيل حکومت د هېواد معیشت ښه كولو لپاره د معیاری بشري وسائلو پرمختګ له لوظي دے۔ احسن اقبال امریکائي چارواكو ته ووئيل پاکستان كښې د بشرې وسائلو پرمختګ له د مرستې عمل تند كړې شوې۔ په دې مهال د امریکې چارواكو په دې لړ كښې د بنیادی ضرورې لائحې عمل زر تر زره د بشپړولو باور وركړو
د حکومت ا قتصادي اصلاحاتو په سوب پاکستان اسياﺀ كښې په تندۍ يو مستحكم معیشت رامخې ته شوې ، وفاقی وزیر احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا