اسلام آباد 13ستمبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان لخوا په افغانستان كښې اولس سره په انساني بنيادونو د ضروري مرستېلپاره د ملګرو ملتونو د هڅو هركلي كولو سره وئېلي دي جامعپرمختګ باوري كولو او د بشري حقونو احترام ودې لپاره په افغانستان كښې سياسي استحكام او امن ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ په افغانستان كښې د بشري صورتحال په اړه اعلی پائې وزارتي غونډي ته وينا كښې خارجه وزير ووئيل ستونزي زياتي دي ، د افغانستان 1 کروړ 80 لکهه اولس سره په دې صورتحال كښې په انسانی بنیادونو مرستي ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په دې مهم او نازك پړاؤ كښې به د افغانانو سره د يووالي څرګندونه كول وي چې پكښې مالی او سیاسی مرسته دواړه شامل دي۔دا مهال پرمختيائي نووشراکت دارو ته اړتيا ده٬ د قام تعمیر كښې مرستي ته ضرورت دے او د افغانانو په انسانی بنیادونو ضروریات به تر سره كول وي۔ ده ووئېل د جامع حل دا تقاضا ده چې پرمختيائي پروژي پيل كړې شي،د روزګار وركولو موقعې راپيدا كړې شي او خوراك ، صحت او د تعلیم په شان بنیادي ضروریات افغانانو ته ورسولې شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د افغانستان كورني صورتحال ته د پام لرنې كولو سره بايد ګڼ هغه افغانان هير نه كړو كوم چې په نورو هېوادونو كښې مېشته دي او كومو لپاره چې تيرو كلونو كښې نړيواله مرسته كمه شوې ۔ده ووئيل پاکستان به د خپلي برخي په توګه افغانستان كښې په انسانی بنیادونو ھڅو له مرسته كوي چې پكښې د نړيوالو ادارو د عملې انخلاءاو د هغوي نورو ځايونو ته رسولو سرهله فضائېاو د زمكيزو لارو څخه خوراك او د مرستي سامان وركولو لپاره په انسانی بنیادونو د راهدارۍ جوړول شامل دي۔ ده ووئېل مونږ د الوتكو د لارې افغانستان له خوراك او د داروګانو په انسانی بنیادونو د وركولو لړۍ پيل كړې۔ ده ووئېل پاکستان د تيرو څلورو لسيزو راهسې د 30 لکهه څخه د زياتوافغان كډوالو كوربتوب كوي۔مونږ يو ارب امریکائي ډالرو څخه زياتې روپۍ افغانستان كښې پرمختيائي پروژو لپاره بيلي كړي۔خارجه وزير ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د سيوري لاندې افغانانو له په بشري بنيادونو مرستي وركولو لهد لوظ پخلے كړے ۔مونږ تګ راتګ او د پاكستان د لارې د ملګرو ملتونو په بشري انسانی بنیادونو مرستې كولو له آسانۍ وركړي۔خارجه وزير ووئيل بايد د تير وخت د غلطو څخه زدكړه وكړې شي او افغانان يواځې پرې نه ښودلے شي۔(SFA/ZIA/WAM/2221
جامع پرمختګ باوري كولو او د بشري حقونو احترام ودې لپاره افغانستان كښې سياسي استحكام او امن ته اړتيا ده۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان كښې په انساني صورتحال د اعلٰی كچ وزارتي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج