اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان سپارښتنه كړې د غنمو، يوريا، چينو ، اوړو او پيټرول قاچاق او مني لانډرنګ مخنيوې له بيړي اقدامات وكړئ ۔دا سپارښتنه ده د شورو په ورځ د قاچاق او مني لانډرنګ مخنيوې اقدامات په اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه،په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شيخ رشيد، اسد عمر، خسرو بختيار، سيد فخر امام، حماد اظهر، د خزانې صلاحكار شوکت ترين، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، خاص مرسيال ډاکټر شهباز ګل، د سټيټ بېنك ګورنر ، د ايف بي آر چيئرمېن نه علاوه سينئر سول او عسکري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د قاچاق په وجه د هېواد معيشت ته زيان رسيدلے۔ ده سپارښتنه وكړه چې د غنمو، يوريا، چينو، اوړو او پيټرول قاچاق او مني لانډرنګ مخنيوې له بيړني اقدامات وكړئ ۔وزيراعظم ووئيل د حکومت دې اقداماتو مقصد عام وګړي له ريليف وركول دي۔د ضروري څيزونو په بيعه كښې فرق د قاچاق وجه جوړيېږي او د قاچاق په وجه مصنوعي قلت راپيدا كېږي چې له امله ئې بيعې زياتيږي، غونډې ته ووئيل شول اېف آئي آے د ډالر مني لانډرنګ او غير قانوني هولډنګ په ضد پراخه پلټنې كړې۔ په بارډر کراسنګز دې افرادي قوت زيات كړے شي دغسې چې د مال چيکنګ او تګ راتګ ټريکنګ ممکن شي۔غونډه خبر كړې شوه چې د غير قانوني پيټرولو قاچاق مخنيوي او د ذخيره اندوزو په ضد عملياتو كښې په زړه پورې کاميابي ترلاسه شوې
د غنمو، يوريا، چينو، اوړو او د پيټرول قاچاق او مني لانډرنګ مخنيوې لپاره دې د بېړني اقدامات وكړے شي،وزير اعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea