اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف باكو كښې د اقتصادي مرستې تنظيم د پارليماني اسمبلۍ د درېمې جنرل اسمبلۍ په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره لاړو۔د خالي په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ څخه په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي د پارليماني اسمبلۍ د دې كنفرنس كوربتوب به د جمهوري آذربائيجان د ملي مجلس سپيكره غفاروا كوي۔كنفرنس به د آذربائيجان په پايه تخت باكو كښې د مئي په 16مه نېټه پېل كېږي چې پكښې به پاكستان٬تاجكستان٬تركيه٬ازبكستان٬ايران٬قازقستان او كرغزستان ګډون كوي۔په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د پاكستان په پلاوي كښې راجه پرویز اشرف، راؤ محمد اجمل خان، نوابزادہ افتخار احمد خان بابر، انجینئر صابر حسین قائم خاني ، شیزہ فاطمه خواجه، ډاکټر صوبیه اسلم سومرو، جویریه ظفرآ هیر، وجیه اکرم او د قامي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن شامل دي۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف باكو كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (پاسكو )د پارليماني اسمبلۍ د جنرل اسمبلۍ كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره لاړو
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ