اسلام آباد 01 جون(اے پی پی)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرالزمان كائره وئېلي دي چې د كشمير مسئله د كوم يو ګوند نه د ټول هېواد معامله ده٬جمهوري او غېر جمهوري دورونو كښې د كشمير د مسئلې حل كولو هڅه شوې٬ كشميري اولسي د خپل ځانونو په قربانۍ تحريك ژوندې ساتلې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ آل پارټيز مشاورتي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم تنوير الياس٬د آزاد كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود٬پخواني وزيران٬ د اپوزيشن پخواني مشران ٬پخواني سپيكران او نور سياسي لارښود موجود وو۔ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال قمرالزمان كائره ووئيل چې د آزاد كشمير صدر٬د آزاد كشمير وزيراعظم او په كنفرنس كښې د نورو ګډون كونكو مننه كوم۔ ده ووئيل چې د مشاورتي عمل د لارې د كشمير مسئله وړاندې بوتللې شؤ۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله د كوم يو ګوند نه د ټول هېواد معامله ده٬جمهوري او غېر جمهوري دورونو كښې د كشمير د مسئلې د حل كولو هڅه شوې٬ده ووئيل هند مقبوضه كشمير د ټولو نه لويې زندان كښې بدل كړې۔ ده زياته كړه چې هند د مقبوضه كشمير حېثيت بدلول غواړي
كشميريانو خپل ځانونه قربانولو سره تحريك ژوندې ساتلې۔ د قمرالزمان كائره آل پارټيز مشاورتي كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن