اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) سېنېټ كښې د مقبوضه كشمير په بې ګناه كشميريانو د هندي قابض ځواكونو د ظلم او جبر غندنې قرارداد منظوري وركړې شوې۔ د ن??ې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتورې شېری رحمن په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي وو چې دا ايوان په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر او د دوي د نسل كشۍ سخته غندنه كوي٬ دا ايو??ن د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا په دې معامله د ډاګيزو خبرو ستائنه كولو سره غوښتنه كوي چې د اسلامي ??نظ??م هنګامي غونډه رابللو سره دې په دې مسئله غور وكړې شي او په مقبوضه كشمير كښې د هر ډول خ??اف ورزو لاره دې ونيولې شي۔ دا ايوان حكومت څخه غوښتنه كوي چې د كشمير په معامله دې خاص استازې وټاكلې شي او ملګرو ملتونو لپاره دې د كشمير پحقله خاص استازې مقرر كړې شي ٬ پاکستان به د کشمیريانو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔
سېنېټ – مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هندي قابض ځواكونو د ظلم او جبر غندنې قرارداد منظوري وركړې شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت