اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د چينې په اوسنې بېعه د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې درې كاله پس په هېواد كښې د چينې بېعه ټيټه شوې كوم چې اولس لپاره يو ريليف دے. . د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال د خزانې سېكرټري هم موجود و. وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع د غنمو خريدارې په اړه پاسكو ته د كېش كرېډټ په اړه د اسانيې وركولو هدايت هم وكړو.
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ