اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن سره د لبنا?? او نيوزي لينډ لپاره د پاكستان نومولو شويو سفيرانو د جمعې په ورځ جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔اولس مشر سفيرانو ته ه??ايت وكړو چې كومو هېوادونو ته روان يې هغوي سره د اړيكو پراختيا او ژورتيا پیدا كړئ۔ده د لبنان لپاره نومولې شوي پاكستاني سفير ته ووئيل پاكستان لبنان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ځكه چې دا د اسلامي نړۍ مهم هېواد دے۔هغوي سره په روايتي توګه د پاكستان اړيكې ډېرې ښې او ژورې دي۔نيوزي لينډ لپاره پاكستاني نومولې شوي سفير سره په ملاقات كښې اولس مشر ووئيل نيوزي لينډ يو مهم هېواد دے كوم سره چې په بېلو څانګو كښې مرستې زياتوالي ته ډېر اهميت وركوو۔ده نومولې شوي سفير ته ه??ايت وكړو چې د تجارت پشمول نورو څانګو كښې د اړيكو ته خاص پام لرنه وكړئ۔اولس مشر هدايت وكړو چې تعليم لپاره پاكستاني زده كونكو ته د نيوزي لينډ لېږلو ته پام وكړئ دغسې چې پاكستاني ځوانانو ته هم د تعليم اعل??ی آسانۍ ترلاسه شي
اولس مشر ممنون حسېن سره د لبنان او نيوزي لينډ لپاره د پاكستان نومولو شويو سفيرانو جلا جلا ملاقاتونه وكړل
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان