پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پېښور كور هېډكوارټرز دوره وكړه۔ سرلښكر ته د فاټا٬ خېبر پښتونخوا او د مالاكنډ ډويژن د صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پېښور كور هېډكوارټرز دورې په مهال سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل ??ې ترهګر او سهولت كار به په هر حال ختمولې شي۔ سرلښكر د ترهګرې مخ نيوي په عملياتو كښې تر اوسه په ترلاسه كړې شويو كاميابو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل ??ې پاك پوځ قبائيلي اولس سره دے٬ پاك پوځ به په فاټا كښې استحكام او پرمختګ لپاره حكومت سره په ګډه كار كوي۔ سرلښكر د بارډر مېنجمنټ جاج هم واخستو۔ په دې موقع سرلښكر هدايت و??ړو چې د اېف سي د كار په استعداد كښې اضافې او په پوله د غېر قانوني تګ راتګ مخ نيوي لپاره دې اقدامات زر ترزره وكړې شي۔
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado