اسلام آباد۔1جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خصوصي مرستيال علي نواز اعوان وئيلي دي مخامخ خبره هغه څوك كولې شي د چا چې خپله لمن پاكه وي۔ په كرپشن كښې ككړ لارښود دا جراﺀت كله هم نه شي كولې۔ د حمزه شهباز اكاؤنټس د پېسو نه خلې راوختل او شهزاده صاحب خبر نه دے۔ د تره او ورېرې ترمينځه د اختلاف د لاسه ن ليګ تقسيم شوے۔ د زيارت په ورځ يو بيان كښی علي نواز اعوان ووئيل د بجټ غونډې خطاب كښې وزيراعظم عمران خان د عام وګړي نمائندګي كړې۔ هغه خپل مفاد نه بلكې پاكستان ئې وړاندې كړے۔ د عمران خان دا لهجه او د نړيوالو قوتونو سره مخامخ خبره كول ځكه ممكن شوي چې د هغه خپله لمنه پاكه ده۔ هغه ته معلومه ده چې هغه څه هم كوي ورسره به د پاكستان عزت او درناوے زيات شي۔ده ووئېل د عمران خان په دې لهجه او رويه بدعنوانه لارښود نه پوهېږي ځكه چې د هغوي په لمن داغونه دي۔ دوي په خپلو حكومتونو كښې ټول عمري نړيوالو قوتونو ته ټيټ سر اودرېدلي۔ده ووئېل پاك پروردګار پاكستان ته د عمران خان هسې لارښود وركړے كوم چې د پردي جنګ برخه جوړېدو نه صفا انكار كړے۔ دا زړه نه كوم ډكټېټر كولے شي او نه كوم ټاكلے لارښود۔ ده ووئيل د حمزه شهباز او شريفې كورنۍ نورو غړو اكاؤنټس د پېسو نه خلې كېږي نه او د بې وزله اولس جېبونه خالي كېږي۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال ووئيل نون ليګ داخلي انتشار سره مخ دے ٬ د تره او ورېرې ترمينځه اختلاف د ن ليګ غړي مايوسه كړي۔ دغسې سندھ كښی هم د بلاول حكومت كارنامو د لاسه د پپپلز پارټۍ غړي مايوسۍ سره مخ دي۔
مخامخ خبره هغه څوك كولې شي د چاچې خپله لمن پاكه وي۔ د سي ډي اے چارو خصوصي مرستيال علي نواز اعوان بيان
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر