اسلام آباد۔4 اکتوبر(اے پی پی) د جموں و کشمیر په نړيواله توګه منلې شوې شخړيزې سيمې په اړه خپله بې بنسټه بيانيه خپرولو له ?? هند حكومت او د هغوي متعصبه ميډيا د ګروپ 20 سرمشريزې غوندې په څير كوم هم نړيوال فورم په ناسمه ډول كارولے شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هند د G-20 اوسنۍ غونډې په مهال د متحده عرب امارات دوهم وزيراعظم سېف بن زی?? النهیان په پس منظر كښې ښودلے شوے او د پاكستان او هند په نقشه هندۍ ميډيا زياته مبالغه آرائي وكړه په كومه كښې چې د جموں وكشمير شخړيزه سيمه ?? هند د برخې په توګه ښودلې شوې وه۔ متعصب هندۍ ميډيا دا پېښه داسې وړاندې كړه لكه د متحده عرب امارات دوهم وزيراعظم د جموں وكشمير په اړه ?? هند دريځ قبول كړې وي حال دا دے چې په حقيقت كښې په دغه عكس او نقشه كښې ?? هند منځني ختيز او اروپا اقتصادي روټ ښودلے شوے ؤ۔ په دغه دستوره كښې يوه وېډيو هم جاري كړې شوې وه په كومه كښې چې د راهدارۍ په ملاتړ كولو د امريكائي صدر جوبائيډن لخوا د يو اے اي د صدر محمد بن زی?? النهیان مننه شوې وه۔ دستوره كښې دا نقشه هند وړاندې كړې وه په كومه كښې چې د جموں وکشمیر په اړه ?? دې د بيانيې منظر كشي شوې وه۔ حال دا دے چې ملګرو ملتونو جموں وكشمير يوه متنازعه سيمه ګرځولې ده او د امريكا په شمول باقي نړۍ هم په دې موافقت ل??ي۔ د ستمبر په 14 مه نېټه د پاكستان د خارجه وزارت وياندې ممتاز زهرہ بلوچ ?? هند د متعصبې ميډيا په اړه يو بيان كښې وئيلې وو چې پاكستان د ملګرو ملتونو د قومي رياستونو تر ټولو ستر استازے او بشپړ فورم ګڼي۔ دې زياته كړه چې په كومه هم نقشه كښې چې ټول رياست جموں وكشمير ?? هند برخه ښودلې شوې وي د حقيقت په ضد ده۔ په ستمبر 2021 كښې هندي خبريال ارنب ګوسوامی ?? هندوستان په ټي وي چېنل يوه بله د پاكستان مخالفه سازشي تھيوري د وړاندې كولو په مهال نيولے شوے ؤ۔ په 15ستمبر 2021 خپور كړې شوي “دی ډیبیټ” كښې ګوسوامی ادعا كړې وه چې په افغانستان كښې د دې ذريعو اطلاع وركړې ده چې د پاکستانی پوځ افسران کابل كښې د سرينا هوټل په 5 م منزل كښې مېشته دي۔ په بله ورځ دا خبره هم دروغ ثابت شوه ولې جې په كابل كښې سيرينا هوټل يواځې په دوو منزلونو مشتمل دے
جي ټونټي غونډه كښې د جموں و كشمير نړيوالې شخړيزې سيمې په اړه د هند په دروغو اډانه بيانيه په ډاګه شوه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی