لاهور۔16فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د پنجاب چيف سېكرټري كامران علي افضل او آئي جي پنجاب راؤ سردار علي خان هم ملاقات كښې ګډون وكړو۔ په ملاقات كښې د پنجاب سول انتظاميې او امنيت سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه او د پرمختيائي منصوبو په پېشرفت بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم په صوبه كښې عام وګړو ته د فوري او فعاله خذماتو رسولو لپاره د بشپړه ګامونو پورته كولو او د اولس د ځان ٬ مال او ګټو تحفظ له د شرخوښو ٬ ذخيره اندوزي كوؤنكو او قبضه مافيا په ضد د فعاله ګامونه پورته كولو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل