لاهور 23 مئي (اے پي پي) د پلاننګ اېنډ ډوېلمنټ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئېلي دي چې عمران نيازي د اولس او ادارو ترمينځه د خليج پېدا كولو ناكامه هڅه كوي٬حكومت د چېلنجونو مخ نيوي لپاره ټول وسائل كاروي٬عمران نيازي زمونږ ځوانان ذهني غلامان جوړول غواړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د لوړو زده كړو جېنډر سټډیز ورائټس فارووېمن سيرت سنټر پرانستې دستورې نه پس مېډيا ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې عمران خان نيازي د خپل هېواد په ضد د هائي برډ وار ټول استعمالولو سره په اولس كښې اړې ګړې پېدا كول غواړي دغسې چې د قامي ادارو او اولس ترمينځه خيلج پېدا كړې شي خو د ده دا ناوړه هڅه به چرې هم كاميابه نه شي۔ده ووئيل چې عمران نيازي زمونږ ځوان كول ذهني غلامان جوړوي٬هغوي ته دې معلومه وي چې كوم هېواد سره اتومي طاقت دې هغه غلام نشي جورېډې۔ده ووئيل چې په هېواد كښې په جمهوري ډول حكومت بدل شوې په كوم چې عمران نيازي ته افسوس دې٬د لانګ مارچ په لړ كښې چاته به هم قانون په لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل چې پخواني حكومت آئي اېم اېف سره د هېواد دښمن لوظ نامې كړي دي او په اولس يې بوج په څلورو كلونو كښې واچولو په دې كمولو كښې به وخت لګي خو حكومت به اولس ته زر رېليف وركولو كښې كامياب شي۔ده ووئيل چې په هېواد كښې دا مهال د بې يقينۍ ماحول دې دا د تېرو څلورو كلونو تسلسل دې۔احسن اقبال ووئيل چې عمران خان او د هغه وزيرانو له به د ګاز٬برېښنا او پیټرول په بحران ځواب وركول وي٬پخواني حكومت ګوادر بندر ځاې تباه كړې٬تر 2020 نهه صنعتي زون تيارول و خو افسوس دې چې تراوسه يو هم صنعتي زون بشپړ نه شو٬حكومت د رامخې ته شوي چېلنجونو مخ نيوي لپاره ټو وسائل كاروي او ډېر زر به په دې چېلنجونو قابو وموم ۔په دې موقع د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلران٬استاذان او زده كونكي موجود وو۔
عمران نيازي د اولس او ادارو ترمينځه د خليج پېدا كولو ناكامه هڅه كوي٬ حكومت د چېلنجونو مخ نيوي لپاره ټول وسائل كاروي۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II