اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د رمضان المبارك په مهال د ضروري څيزونو د رسنې او بيعې سخته نګراني وكړئ۔ د روژې مباركې مياشتې په مهال دې د ناجائز منافع خورۍ او ذخیرہ اندوزۍ كوؤنكو په ضد قانوني كارروائي وكړې شي۔ په روژه كښې بازارونو كښې د كورونا وبا په ضد په اړوندو اېس او پېز عملدرآمد باوري كړې۔ هغه دا سپارښتنه د نهې په ورځ د روژې مباركې مياشتې په مهال د ضروري څيزونو رسنې او د بيعې په اړه د لوړې كچې غونډې په مهال وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر، سید فخر امام، عمر ایوب خان، خصوصي مرستيالان ډاكټر ثانيه نشتر ٬ ډاکټر شهباز ګل، د اړوندو وزارتو سېكتران ٬ د اېف بي آر چيزئرمېن، چیف کمشنر اسلام آباد او د يوټېلټي سټور كاروپورېشن اېم ډي ګډون كولو۔ صوبائي چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې شريك شول۔ د يوټېلټي سټور كاروپارېشن اېم ډي غونډې ته ووئيل د 20 کلو اوړو تھېلا په 800 روپۍ ٬ چيني په 68 روپۍ كلو او غوړي په 170روپۍ ترلاسه كېږي۔ غونډې ته ووئيل شول دا مهال په يوټېلټي سټورز هر ورځ 2600 ټنه اوړه ٬ 1200 ټنه غوړي خرڅېږي۔ د اسلام آباد چيف كمنشر ووئيل اسلام آباد كښې په بېلو ځايونو كښې ارزان بازارونه لګولې شوي چرته به چې د څيزونو بيعه ټېټه وي۔ دې سره سره د پنجاب او خېبر پختونخوا چيف سېكرټريز ووئيل چيني او اوړه په لوئې مقدار موجود دي۔ د توان وفاقي وزير ووئيل د پېشمني او روژه ماتي په وخت به د برېښنا كوم غېر اعلانيه لوډشېډنګ نه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په روژه مباركه كښې د ناجائزه منافعه خوړونكو او ذخيره اندوزي كوؤنكو په ضد دې قانوني كارروائي وشي۔ وزیرِاعظم امر وكړو چې په روژه كښې د كورونا وباﺀ په اړوندو اېس او پيز عمل درآمد باوري كړئ۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د روژې مباركې مياشتې په مهال د ضروري څيزونو د رسنې او بيعې په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ