اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي مسلم لیګ (ن) دې د ادارو متنازعه كول پريږدي، نیب قوانین كښې ترامیم ته اړتيا ده، د نيب موجودہ چیئرمېن پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) په ګډه لګولے ؤ، مونږ پارلمان قوي كوو او لاره مونږ ته د پاكستان آئين راښائي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د احتساب عدالت په اړه سپریم کورټ وئيلي دي چې 120 عدالتونه بايد جوړ شي ،چې پكښې 30 عدالتونه مونږ جوړ كړي او 90 به نور جوړولې شي، هلته د ججانو د تعیناتۍ معامله ده ، د لاهور هائیکورټ چیف جسټس د لاهور هائیکورټ درېو ججانو تبادله كړې ځكه چې د هغوي د بدلولو اختیار د لاهور هائیکورټ چیف جسټس سره ؤ۔ ده ووئېل اوس دلته معامله د د ریټائرډ ججانو ده نو ریټائرډ ججان هم د چیف جسټس آف پاکستان په مشاورت تعینات كيږي او كه چیف جسټس آف پاکستان د صدر مملکت سره د كوم جج په نامه اتفاق نه لري نو داسې نور كسان كوم چې په ميرټ راوړاندې كيدے شي او قابل هم دي د هغوي نامې به شاملولې شي۔
مسلم لیګ (ن) دې ادارې متنازعه كول پريږدي، نیب قوانین كښې ترامیم ته اړتيا ده، وزیر مملکت فرخ حبیب
مضمون کا ماخذ : loteria estadual