اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء اللہ وئيلي دي اولس هېواد كښې انتشار خپرولو لپاره د پاکستان تحريك انصاف د لانګ مارچ کال مسترد کړے ۔د شورو په ورځ نجي ټيلي ويژن سره خبرو كښې ده ووئيل د ټولنې بيلو طبقو سره تعلق لرونكو د عمران خان کال ته پام لرنه نه ده كړې۔ده ووئيل سپريم کورټ پي ټي آئي له ايچ نائن او جي نائن كښې د جلسې كولو اجازه وركړې وه خو عمران خان د عدالتي احکامات خلاف ورزي کړې۔ ده ووئيل عدالت بايد د احکامات په خلاف ورزۍ نوټس واخلي۔ رانا ثناء اللہ ووئيل د حکومت نمائندګي كونكې كمېټۍ غړي يو مخصوص ځاے كښې راجمع شوې وؤ خو د پي ټي آئي لارښود خبرو اترو له نه ؤ راغلي ۔ د لانګ مارچ لپاره د سرکاري وسائلو استعمالولو په اړه د پي ټي آئي په صوبائي حکومت تنقيد کولو كښې ده ووئيل خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان په وفاقي دارالحکومت كښې د لانګ مارچ انتظامات لپاره وسائل استعمال کړي۔ ډي چوك په اړه ده ووئيل مونږ په سيمه كښې امن باوري كولو لپاره خصوصي اقدامات کړي
اولس د پي ټي آئي لانګ مارچ مسترد کړو۔رانا ثناء اللہ
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے