اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياره سيمو كښې موسم ګرم او خشك دغسې مينځني او جنوبي سيمو كښې به زيات ګرم وي۔ ګلګت بلتستان كښې په ځيني ځايونو د باران امكان دې۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك ؤ دغسې جنوبي پنجاب، بالائي خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې په ځيني ځايونو كښې باران شوې۔ تر ټولو زيات باران كوټ ادو كښې 50 ملي ميټر، وهوا (ډي جي خان) كښې 6، پاراچنار كښې 25، كالام كښې يو ، بابوسر كښې 5، بګروټ كښې 4 او استور كښې 3 ملي ميټر ريكارډ كړې شوي۔ د اتوار په ورځ ريكارډ كړې شوي زيات درجه حرارت رپورټ له مخي نوكنډي كښې درجه حرارت41، سبي او دالبندين كښې 40 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ كړې شوي۔
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک