اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په مقبوضه كشمير كښې د هند روانې رياستي ترهګرۍ سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د هند لخوا د لټون عملياتو او جعلي مقابلو كښې د كشميري ځوانانو د شهيد كېدو لړۍ روانه ده ٬ نړيواله ورورولي دې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه ګام مقصد د مقبوضه كشمير مسلم اكثريتي آبادي په اقليت بدلول دي او د هند دا ډول ګامونه نړۍ مسترد كړي۔ علي امين ګنډا پور ووئيل د مودي هندو فاشسټ ايجنډا نن ټولې نړۍ ته په ډاګه شوې ۔ د هند يو هندو انتها خوښي رياست جوړولو له په ټول هند كښې په اقليتونو ظلم او زياتې روان دے۔ هغه ګردې نړۍ ته خواست وكړو چې هغه په هند كښې د اقليتونو په ضد روان ظلم او زياتې بند كړي او د مقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو سره هغوي د هند د ظلم او زياتي نه خلاص كړي۔ وفاقي وزير د دې لوظ پخلے هم وكړو چې د پاكستان حكومت او اولس به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي او د پاكستان حكومت به د نړۍ په ټولو فورمونو د كشميري اولس حقونو لپاره غږ پورته كوي
وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په مقبوضه كشمير كښې د هند رياستي ترهګرۍ سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے