اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د پاكستان نيدرلينډ دوه اړخيزه سياسي مشاورت نوے پراؤ د زيارت په ورځ تر سره شو ۔خارجه سېكرټري سهيل محمود او د نيدر لينډ خارجه وزير سېكرټري جنرل پال هيجټس د خپلو خپلو هېوادونو پلاويو مشري كوله۔د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو هېوادنو٬سياسي٬اقتصادي٬تجارتي٬سرمايه كارۍ٬موسمياتي بدلون٬تعليم اود كلتور په بېلو څانكو كښې د دوه اړخيزه مرستې د ټولو اړخونو جاج واخست او په سيمه ايزو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو په پېشرفت هم د اطمينان څرګندونه وكړې شوه۔سږ كال پاكستان او هالينډ د سفارتي اړيكو 75مه سالګره په بشپړه توګه په لمانځلو اتفاق كړے ۔خارجه سېكرټري د پاكستان جيو اقتصادي اړخ رامخې ته كړو او وې وئېل هالينډ په اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان لويې تجارتي شراكتدار دے۔
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil