اسلام آباد 02 اپريل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د جمعې په ورځ د پاکستان مسلم ليګ (ق) او متحدہ قومي موومنټ سره د تعلق لرونكو درېو وفاقي وزيرانو استعفاګانې منظور کړي كومو وزيرانو چې د خپل دفتر څخه استعفيٰ وركړې په هغې كښې د قانون وفاقي وزير بيرسټر فروغ نسيم، د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير امېن الحق او د هاؤسنګ وفاقي وزير طارق بشير چيمه شامل دي۔صدر يادې شوې استعفاګاني د آئين شق (3) آرټيکل 92 ترمخه د وزيراعظم په مشاورت منظور كړي۔بل خوا صدر وفاقي وزير د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن له د قانون وزارت اضافي قلمدان هم وركړے دے ۔
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن