اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د ايران دوه ورځنۍ دورې په مهال د شورو په ورځ د تهرن نه مشهد ته تللے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري به په مشهد كښې د زيارتونو سعادت ترلاسه كوي۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير په تهران كښې د ايران صدر ابراهيم رئيسي او خپل همڅنګ حسېن امير عبدالهيان سره هم ملاقات كړے ؤ ۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به خپله دوه ورځنۍ دوره ترسره كولو سره هېواد ته راستنېږي
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا