اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف په تركیه كښې د زلزلې له امله په شوي زيان د غم دړد څركندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپل بیان كښې وزیراعظم شهباز شریف د تركیې حكومت او اولس سره په شوي قیمتی ځاني زيان د خواخوږۍ او ځپليو كورنيو سره د يووالي څركندونه كړې ده، وزیراعظم د مړو شويو كسانو بخښني او ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې خپلو وروڼو سره ولاړ دے۔ تركیې په هر مشكل وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔ پاكستان به د خپل ورور هېواد تركیې اولس او حكومت هره ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل د قدرتی آفتونو او موسمی بدلون له امله د تباهۍ زياتي شوي پېښي ټولي نړۍ لپاره خطر دې، دا د انسانیت او زمكي د بقا معامله ده۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د قدرتی آفتونو او موسمي بدلونونو له امله تباهۍ تر كوم يو هېواد يا سيمي محدود نه دي۔
د وزیراعظم شهباز شریف تركیه كښې د زلزلې له امله په شوي زيانون د غم دړد څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون