جده 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د سعودي عرب دورې په دوېمه ورځ د مدينې منورې نه جده ته رسېدلے ٫ د مكې ګورنر خالد بن فېصل السعود او د سعودي عرب د قامي سلامتيا سلاحكار ډاکټر مسعدبن محمد العيبان په هوائي مېدان د وزيراعظم هركلے وكړو٬وزيراعظم په مدينه منوره كښې دوه ځل د رسولۖ په روضه حاضر ش?? ا?? په رياض الجنته كښې ئې نوافل ادا كړل ، د جمعة الوداع مونځ ئې په مسجد نبويۖ كښې وكړو او په دې موقع ئې د هېواد سلامتيا، پرمختګ او سماجي خوشحالۍ لپاره دعاګانې وغوښتې۔ په دې مهال وزيراعظم سره وفاقي وزيران بلاول بھټو زرداري، مفتاح اسماعيل، نوبزاده شاه زېن بګټي، مريم اورنګزيب، خواجه محمد آصف، چوهدري سالك حسېن، ډاکټر خالد مقبول صديقي، محسن داوړ او مولانا طاهر اشرفي هم په پلاوي كښې موجود وو۔ د وزارت عظمې چوكۍ سنبهالو نه پس دا د وزيراعظم وړومبۍ غېر ملكي دوره ده۔ د دورې په مهال به وزيراعظم ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز او نورو اړوند چارواكو سره ملاقاتونو كښې اقتصادي او تجارتي روابط زياتولو او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو نه ع??اوه د پاكستان افرادي قوت لپاره د روزګار زياتې موقعې راپېدا كولو پحقله خبرې اترې كوي۔ په دې موقع به د دواړو دوستو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په يو شمېر سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ پاکستان او سعودي عرب د ورورولۍ په اړيكو تړلې شوي كومې چې په شريك اعتماد٬ روغه جوړه٬ نزدې مرسته او د يو بل د ملاتړ په لا??واله روايت اډانه دي٬ د پاکستان اولس د حرمېن شريفېن متولي ته په درنه سترګه ګوري۔ د يادونې وړ ده د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه وزيراعظم محمد شهبازشريف د سعودي عرب د لوړې كچې په درې ورځنۍ سركاري دوره تللے دے
وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب دورې په دوېمه ورځ جده ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa