رپورټ: ياسر عرفات پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي
اوسني حكومت په هېواد كښې بې كوره خلقو او متوسط طبقې لپاره د 50 لكه كورونو جوړولو پياوړې پروژه پېل كړې د كومې چې اولس ډېره ډاډګېرنه كوي. د كورونا وائرس وبا باوجود د تعميرات څانګې اړوندو صنعتونو ته د مراعاتو په وركړه د دغې صعنتونو تعلق لرونكو كسانو ته د روزګار موقعو په لاس ورتللو سره د تعميرات او رئيل اسټېټ څانګو ځانګړے فعاليت موندے. حکومت د تعميړاتي څانګې اهميت تر مخه دې صنعت ته اسانۍ وركولو لپاره د مطلوبه قانون سازې پشمول ګڼ شمېر اقدامات كړي. د ټېكس مراعاتي نظام معرفي كړے شوے او د فكسډ ټېكس په نظام كښې تر 31 دسمبر كال 2021 د پراختيا كولو پرېكړه شوې. دغسې د استوګنې د قانون نشتوالے د هلوسنګ څانګې په پرمختګ كښې يو لوي خنډ ؤ خو د سترې محكمې د پرېكړې نه پس اوس دا مسئله حل شوې ده . د پاكستان سټېټ بېنك د نورو بېنكونو لپاره لازم ګرځولې چې هغوي به د خپل ډومېسټك پرائيوېټ سېكټر د كرېډټ پنځه فيصده برخه د كورونو او ودانيو صنعت ته وركوي او دې اقدام سره به د بېنكونو تعميراتي فنانس لپاره روپۍ تر 31 دسمبر كال 2021م 378 اربه ته ورسيږي . د 5 مرلې په هاٶسنګ يونټ به وړومبنو پنځو كلونو لپاره مارك اپ 5 فيصد او راتلونكو نورو پنځو كلونو لپاره 7 فيصد، د 10 مرلې په هاٶسنګ يونټ وړومبنو پنځو كلونو لپاره مارك اپ 7 فيصد او راتلونكو نورو پنځو كلونو لپاره 9 فيصد دے. قرض د 20 كلونو مودې لپاره ترلاسه كېدے شي. د حكومت لخوا به په وړومبنو يو لك كورونو د يو كور په سر درې لكه روپې سبسډي وركولې شي. كور لپاره د قرض ترلاسه كولو په مهال د كوم مشكل په صورت صارفين په اړوندو بېنكونو كښې شكايات هم درج كولې شي. د دې نه علاوه سټېټ بېنك په 15 ښارونو كښې د سټېټ بېنك په دفترو كښې هېلپ ډېسك هم جوړ كړي. صارفينو ته وئيلي شوي چې دوي خپلې ګېلې درج كولو لپاره متعلقه بېنك ته تفيصلات وركړي. د سټېټ بېنك په آن لائن پورټل servicedesk.sbp.org.pk به اول سائن اپ كول وي. په پورټل د موبائًل فون د لارې لاګن كېدے شي. د بېنك، د بېنك څانګې او د ښار نوم په ښودلو به د اړوند افسر نوم هم درج كېدے شي. د دې نه علاوه صارفين د دې پورټل د لارې دستاوېزي ثبتونه هم وركولې شي.
د اېسوسي اېشن آف بلډرز اېنډ ډوېلپرز آف پاکستان (آباد) پېټرن انچيف محسن شېخاني وئيلي دي د حکومت لخوا د هاؤسنګ څانګې ته د مراعات وړاندېز سره به د 50 لکه کورونو جوړولو هدف ترلاسه کېدو له مرسته تر لاسه شي او يو نيم کروړ خلقو لپاره به د روزګار موقعې راپېدا شي. د مراعاتي پېکېج ستائنه کولو سره ده ووئيل د پي ټي آئى حکومت د هاؤسنګ څانګې ته د هېواد په 70 کلنه تاریخ کښې په وړومبي ځل د يو صنعت درجه ورکړې. ده ووئيل په ابتدائي توګه که حکومت د 10 لکه کورونو جوړولو کار پیل کړي نو دې سره به 25 لکه خلقو لپاره روزګار راپېدا شي او تر 72 اړوند صنعتونه به بحال شي. دا پېکېج تعمیراتي صنعت لپاره ډېر ګټور دے. ده ووئيل د کورونا وبا له امله په ټوله نړۍ کښې اقتصادي پرمختګ ځپلے شوے خو هيله ده چې په پروژه تند پرمختګ به اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي. تعميراتي صنعت زمونږ په معيشت کښې مرکزي حيثيت لري او د لا ودې سره به ئې د کورونو په کمي قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي چې په نتیجه کښې به اړوند صنعتونه پرمختګ وکړي او د روزګا موقعې به راپېدا شي.
د نيا پاکستان هاؤسنګ اېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمين لېفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر دا هيله څرګنده کړې چې د دستاوېزي عمل اسانولو او کاروباري اسانيو باوري کولو لپاره د نورو اقداماتو په نتیجه کښې به د هاؤسنګ او تعميرات صنعت ته د لا سرمایه کارو راغب کولو لپاره مرسته تر لاسه شي. ده ووئيل د دسمبر تر 31مه نېټې په هاؤسنګ او تعميراتي صنعت کښې د سرمايه کاري کوونکو سرمایه کارو څخه به د دوي د امدن د ذريعو پوښتنه نه كېږي. د دې څخه وړاندې بلډرز او ډوېلپرز لپاره منظوري ترلاسه کول يو ګران كار ؤ خو اوس حکومت د هاؤسنګ او تعمیرات څانګې اسانيو لپاره د منظورۍ طريقه کار اسان کړے. ده د بېلابېلو صنعتونو ګټې، مجموعي اقتصادي چارو او د روزګار موقعو راپېدا کولو لپاره تعمیراتي صنعت ته د مراعاتو په اړه د حکومت د وژن حواله هم ورکړه. حکومت خواهش لري چې بلډرز او ډوېلپرز د دې پېکېج څخه بشپړه استفاده وکړي او د کال 2021م د دسمبر د 31 مې نېټې څخه وړاندې خپلې پروژې پېل کړي.
د اقتصاد يو کارپوهه او پائېدار پرمختګ لپاره د پالیسي ادارې( اېس ډي پي آئي) اېګزېکټو ډائريکټر عابد قيوم سلهري د تعمیرات څانګې ته د سباؤن د محرکه قوت په توګه ګوري. ده د تعميرات صنعت لپاره د مراعاتو ستائنه وکړه د کومو ګټه به چې غريب اولس ته رسي. بلډرز او رئيل اسټېټ اېجنټس هم دا پېکېج د تعميرات څانګې د بحالۍ لپاره يو لوي اقدام ګرځولے او هيله ئې څرګنده کړې چې د حکومتي مراعاتو په نتیجه کښې به د ملکي او غېر ملکي سرمايه كارو اعتماد په يقيني توګه بحال شي. په دې حکومتي اقدام تبصره کولو سره يو نامتو پراپرټي ډوېلپر او کاروباري شخصیت اعجاز ګوهر ووئيل په کم شرح سود کورونه جوړولو لپاره دا وړومبۍ پروژه ده کومه چې د لاندې او مېنځنې طبقې لپاره ده. ده ووئيل کمرشل بېنکونه به تعمیراتي چارو لپاره د خپلې پورټ فوليو 5 فیصده بېلوي. ده ووئيل په غېر رسمي ان رجسټرډ معيشت کښې 20 ټرېلين روپۍ ګرځينده دي او اوس خلق د کال 2021 د دسمبر تر 31مه نېټې د رئيل اسټېټ په څانګه کښې سرمایه کارۍ کولو سره دا روپۍ د څرګندولو يوه موقع دلري. اوس به د لږ آمدن غريب خلق د 5 فيصد مورګيج فنانسنګ اسانيو سره د پنځه مرلې کور جوړ کړے شي. ده ووئيل مورګيج فنانس82 کاله وړاندې په امریکا کښې پېل شوے ؤ چې ورسره د هغه وخت معيشت بحال شوے ؤ او پاکستان د هوم مورګيج فنانسنګ په اړه د پرمختلليو هېوادونو په مقابل کښې ډېر وروستو ؤ.
د خاص پېکېج د اعلان نه پس د پاکستان سټېټ بېنک بېنکونو لپاره په د مورګيج قرضونو پراختیا او ډوېلپرز او بلډرز لپاره د فنانسنګ لازمي هدف ټاکلو پرېکړه کړې. د پاکستان مورګيج ري فنانس کمپنۍ ( پي اېم آر سي) منېجنګ ډائريکټر او چيف اېګزېکټو آفيسر مدثر خان وئيلي دي پي اېم آر سي د نړیوال بېنک او حکومت په مرسته د ري فنانسنګ آسانۍ ورکوي. ده ووئيل پي اېم آر سي د کم لګښت کورونو لپاره د قرض ورکوونکو بېنکونو ډاډګيرنې لپاره د حکومت د ټرسټي په توګه د رسک شيئرنګ آسانۍ هم معرفي کړي. کمپنۍ د انشورنس صنعت سره په ګډه د نيا پاکستان پروګرام له مخې د کم لګښت کورونو لپاره روايتي او تکافل مصنوعات هم رامخې ته کړي .
د عارف حبیب کارپورېشن لمېټد ډائریکټر محمد اعجاز وئيلي دي د پي ټي آئي حکومت د کرېډټ مستحق دے ځکه چې دې نه يوازې په چېلنجونو قابو موندلے بلکې خپل مقصد ته ئې په بشپړه توګه پام کړے او د نجي څانګې د شريکولو ئې مثبت اظهار کړے. ده ووئيل حکومت د مشاورت يو جامع عمل پېل کړے او ټولو اړوندو ډلو سره مشوره كوي او د ادارو د تشکيل او اصلاحاتو يو موثر نظام تر مخه كار كوي . په دې مهال به په اسانۍ سره د كاروبار تشكيل او د ضبطګې په قوانين كښې د اصلاحاتو په نتيجه كښې اداره جاتي مالي مرسته فعاله شي . ده ووئيل مهم عنصر سرمايه كار دے. تعميراتي څانګې ته د صنعت درجه وركولو سره به د باور په نتيجه كښې د سرمايه كارو فعاله كولو له مرسته تر لاسه شي.
كېپټل سمارټ سټي، بحريه ټاٶن، بليو ورلډ سټي، لاهور سمارټ سټي او نورو پروژو سره تړون لرونكې بلډر د مكين ماركيټنګ پرائيوېټ لمېټډ چيف اېګزېكټو آفيسر حسن طلال ووئيل په دې اقداماتو كولو مونږ د پي ټي آئي د حكومت مننه كوو. د ټېكس په اړه د اسانيو وركولو به مثبت آغېز رامخې ته شي. نيا پاكستان هاٶسنګ پروژه به د تعميرات صنعت ودې له مرستياله وګرځي.
يو بلډر او انټيريئر ډيزائنر محمد احسن د تعميرات څانګه په سمه روانولو او د معيشت بحالۍ لپاره د حكومت لخوا مراعاتي پېكېج په وخت اقدام وګرځولو. ده ووئيل د تعميرات په څانګه كښې د تند رفتاره پرمختګ به 40 څانګو ته كاروبار وركړي او د روزګار موقعې به راپېدا شي. كه په دې رفتار كار روان ؤ نو د 50 لكه كورونو جوړولو هدف به په اسانې سره سر شي.
پرائيوېټ هاٶسنګ سوسائيټو هم د پېكېج ستائنه كولو سره وئيلي دي دې سره به د رئيل سټېټ كاروبار وده وكړي كومه چې د حكومت يوه پياوړې كارنامه ده. د سوېلين كوآپرېټو هاٶسنګ سوسائټۍ سېكرټري محمد منشا ساهي ووئل د كوم حكومت لخوا تعميراتي څانګې لپاره او په خاص توګه د كورونا وائرس وبا په مهال دا يو غوره وړاندېز دے. دې سره به د سخت وخت نه وتلو له مرسته تر لاسه شي. د تعميراتي چارو ودې لپاره حكومت د تعميرات صنعت لپاره د خاص ريليف پېكېج اعلان كړے.
د آل پاكستان سېمنټ مېجوفېكچررز اېسوسي اېشن چيئرمېن اعظم فاروق وئيلي دي د نيا پاكستان هاٶسنګ پروګرام په نتيجه كښې به په ماركيټ كښې كاروباري چارې بحال شي او د سټېل صنعت به هم وده وكړي. ده ووئيل په سخت صورتحال كښې كله چې د ټولې نړۍ معيشت ځپلے شوے، پاكستان لپاره دا غوره موقع ده چې د بحران نه وتلو لپاره د نوو كورونو جوړولو غوندې د غوره پروژو انتخاب وكړي. د پاكستان آئرن اېنډ سټېل مرچنټ اېسوسي اېشن چيئرمېن طارق ارشاد ووئېل د تعميرات څانګه كوم هم معيشت لپاره مركزي حيثيت لري او د دې په نتيجه كښې د روزګار ډېر موقعې راپېدا كېږي.
د آل پاكستان ماربل انډسټري اېسوسي اېشن چيئرمېن نعمان باقي صديقي د حكومتي پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل په اوسني سخت صورتحال كښې به دې اقدام نه يو د تعميرات څانګې ته ګټه نه رسي بلكې ټول معيشت به د دې څخه استفاده وكړي.
وفاقي كابينې په انكم ټېكس آرډيننس 2001م او فنانس اېكټ 1989م كښې د تراميم د لارې د تعميړات صنعت ته د ټېكس مراعاتو وركولو آرډيننس منظور كړے. د دې مقصد د معاشي چارو وده او په هېواد كښې د روزګار موقعې راپېدا كول دي كومې چې د كورونا وائرس د وبا له امله د لاك ډاٶن په سبب ځپلې شوي.
د نورو صوبو په شان دې پروژې لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا 8500 كناله زمكه په پېښور كښې وركړې شوې. په وړومبي پړاٶ كښې به پاكستان هاٶسنګ اتهارټي فاٶنډېشن 10 زره يونټس جوړوي. د وزارت په وېب پاڼه د ټولو پروژو او سكيمونو په اړه معلومات موجود دي. د فېډرل ګورنمنټ اېمپلائز هاٶسنګ اتهارټۍ او پي اېچ اے په فېس بك او ټويټر خپل اكاٶنټس شته چرته چې اړوند معلومات وركولې شي. د دې نه علاوه د پروژو په لړ كښې په ورځپاڼو او نورو طريقو هم اولس خبرولې شي. د تعميرات څانګه په درست پلو روانولو او د معيشت بحالې لپاره د حكومتي مراعاتي پېكج په وخت اقدام سره به نه يوازې د تعميراتي څانګې تند پرمختګ باوري شي بلكې د روزګار موقعې به هم راپېدا شي. د معاشي او تعمراتي پوهانو له مخې د تعميرات په څانګو كښې كه په دې رفتار سره كار روان وساتلے شو نو هيله ده چې د 50 لكه كورونو جوړولو هدف په په اسانه سر كړے شي.
﴿په مننه د اے پي پي﴾
د ارزانو كورونو جوړول د غريبې طبقې د خوبونو تعبير
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب