اسلام آباد۔7 فروری(اے پی پی) په پاكستان كښې د سوريه ??فير ډاكټر رميز الراعي د نهې په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبد الشكور سره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه وفاقي وزير د سوريه ??فير سره د اوسنۍ زلزلې د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان او رامخې ته شوې تباهۍ غمرازي او د سوريه ??هيد شويو وروڼو له د بخښنې او لوړو درجو دعا وكړه۔ مفتي عبد الشكور ووئيل ټول مسلمانان د يو وجود په مثل دي٬ ده ووئيل مونږ به د خپلو ديني وروڼو هره ممكنه مرسته كوؤ۔ ده ووئيل په سوريه كښې د اهل بېت اطهار ٬ ??حا??ه كرام (رض) روضې او نور ډېر تاريخي ځايونه دي په كومو كښې چې د حضرت زې??ب ؓ، حضرت بلالؓ، خالد بن ولیدؓ او صلاح الدین ایوبی ؒ مزارونه شامل دي۔ ده ووئيل سوريه يو ديني او كلتوري مركز پاتې شوې دې او په دې خاوره ژوند كوؤنكو اسلام لپاره زياتې قربانۍ وركړې دي۔ په دې موقعه دواړو ل??رښ??دو د شريكې خوښی په دوه اړخيزه چارو او زيارت منېجمنټ پالېسۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سوريه ??فير ډاكټر رميز الراعي ووئيل بشار الاسد او د سوريه ??كومت پاكستان سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ د سوريه ??ولس زيات معاشي ستونزو او د جنګ خطرو سره مخ پاتې شوے دے۔ ده ووئيل اوس د هېواد په زياته برخه امن دے۔ ده ووئيل د سوريه ??كومت د مسئلو حل او بيا ودانۍ له بشپړه هڅې كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د علمي پلاويو ٬ علماﺀ كرامو ٬ قاريانو او حافظانو تبادلې له به مرسته كولې شي۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبد الشكور سره د سوريه سفير ډاكټر رميز الراعي ملاقات
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک