اسلام آباد ۔23نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي ديد امن او امان په اړه په مجموعي توګه پاكستان امن لرونكے هېواد دے٬د بلوچستان صوبه د پاكستان د پرمختګ لاره ده٬ګوادر د نړۍ د ژورو اوبو بندرځاے دے۔ده د نهې په ورځ د بلوچستان 8م نېشنل وركشاپ ګډون كوونكو ته وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل بلوجستان صوبه د پاكستان د پرمختګ لاره ده٬په صوبه كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعې شته٬ګوادر د نړۍ ژورو اوبو بندر ځار دے٬ګوادر به د بلوچستان نقشه بدله كړي۔ده ووئيل د امن په اړه په مجموعي توګه پاكستان امن لرونكے هېواد دے٬بلوچستان كښې د جغرافيه په حقله امن اومان يو لوي چېلنج دے٬سرمايه كار يوازې امن ته ګوري٬مونږ ښه چاپیرچل راپېدا كړے۔ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې كوټلي امن لپاره كردار ترسره كړے او مونږ يو لك افغانان د افغانستان څخه ويستلو له مرسته كړې٬پاكستان د انساني همدردۍ په بنيادونو د طالبانو حكومت مرسته كوي بايد نړۍ د طالبانو حكومت له وخت وركړي ځكه چې د افغانستان حالات په څو ورځو كښې بدلېدے نه شي۔ده ووئيل بايد د خبرواترو د لارې چارې حل كړی شي۔ده ووئيل د امن لپاره مونږ لويې قربانۍ وركري۔ده ووئيل د افغان كډوالو د ستنېدو زيات انحصار د افغانستان د معاشي حالاتو په ښه والي دے٬ 40 لكه افغان كډوال په پاكستان كښې د څلورو لسيزو راهيسې مېشته دي۔ده ووئيل د بلوچستان حكومت له امن لپاره ضروري وسائل او تكنيكي معاونت وركوو۔د بلوچستان نېشنل وركشاپ انعقاد د بلوچستان سدرن كور كړے ؤ
د امن او امان په اړه په مجموعي توګه پاكستان امن لرونكے هېواد دے٬د بلوچستان صوبه د پاكستان د پرمختګ لاره ده٬ګوادر د نړۍ د ژورو اوبو بندرځاے دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د بلوچستان 8م نېشنل وركشاپ ګډون كوونكو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha