اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حکومت له پېل څخه د معيشت بحالۍ ته پام كړې٬ په لويه خوارۍ معيشت په سم لوري روان كړې شوې٬ سږ كال معاشي شرح نمو د 4.5 او د 5 فيصده په مېنځ كښې د پاتې كېدو امكان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ انډسټريل اېنډ ايکسپورټ ورکشاپ ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د شپېتو په لسيزه كښې د اسياء څلورم لوے معيشت ٶ چې سبب ئې قوي منصوبه بندي ده اوس پاكستان د آسياء په وړومبو شلو هېوادونو كښې پاتې نه دې۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حکومت خپل پېل د معيشت بحالۍ هڅو څخه كړې۔ ده ووئيل مونږ سېونګ رېټ ښه كولو ته پام كوٶ٬ كوم لپاره به چې مونږ له د ټيکنالوجۍ كارولو سره حكومتي آمدن زياتول وي٬ تلپاتي پرمختګ لپاره به د ټېكس ټو جي ډي رېشو د موجوده لس فيصده څخه شل فيصده كول وي۔ ده ووئيل سرمايه کارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال جوړولو له يو شمېر اقدامات شوې دي٬ د اقتصادي پرمختګ مېوې ښكته طبقې ته رسولو لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د کامياب پاکستان پروګرام ، کامياب جوان، احساس او هيلتھ کارډ په څير اقدامات شوې دي۔ هغه زياته كړه چې مونږ له به د اقتصادي ترقۍ تسلسل دغسې روان ساتل و
معيشت په سم لوري روانولو له زياته خواري شوې٬ سږ كال معاشي شرح نمو د 4.5 او د 5 فيصده ترمينځ پاتې كېدو امكان دے۔ وفاقي وزير شوکت ترين
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado