حافظ آباد۔13مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي لارښود كله هم چاته سر نه ټيټوي٬ سياست ته د پاكستانيانو يو قوم جوړولو لپاره راغلې يم٬ د پاكستانيانو د حقونو تحفظ زما تر ټولو لويه ذمه واري ده٬ د نورو خوشحالولو لپاره به هېواد ته د زيان رسولو كله هم اجازه ورنكړم٬ مونږ يو آزاد هېواد يؤ د چا غلام نه يؤ٬ حكومت لمينځه وړولو له د غلا د پېسو د لارې د ضمير سودا كولې شي٬ اپوزيشن به په خپل مقصد كښې ناكامه شي٬ پاكستان په نړۍ كښی هر يو هېواد سره ښې اړيكې ساتل غواړي ٬ د پاكستان په تاريخ كښې دومره پرمختګ نه دې شوې كوم چې په درې كلونو كښې وشو٬ په ګرد هېواد كښې او په خاص توګه پنجاب كښې به هغه كارونه وكړؤ كوم چې په تېر وختونو كښې نه دي شوې۔ د دې خيالاتو څرګندنه وزيراعظم د اتوار په ورځ په حافظ آباد كښی اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم په كاميابه جلسه كولو د قومي اسمبلۍ غړي شوكت بھټي او د صوبائي اسمبلۍ غړو په شمول مهدي سحن بھټي او د پي ټي آئي كارمندانو ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل تر كومې چې اولس ته د پاكستان د جوړېدو مقصد معلوم نه وي مونږيو قوم جوړېدې نه شؤ۔ هغه ووئيل مونږ له يو عظيم قوم جوړېدل وو خو مونږ د علامه اقبال په نظريه عمل ونكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل ما د خپل قوم تربيت لپاره رحمت للعالمینۖ اتھارټی جوړه كړې ده چې مقصد ئې كوچنيان او ځوانان د نبي علېه السلام د سيرت نه خبرول دي۔ هغه ووئيل زمونږ نبي علېه السلام د ټولو انسانانو لپاره رحمت جوړ كړې شوې رالېږلې شوې وو۔ هغوي د مدينې په رياست كښې ټول انسان يو ځائې كړل۔ د عدل نظريه د انصاف نظريه وه ٬ ټولو لپاره يو قانون وو۔ د مدينې رياست دويم اصول يو فلاحي رياست جوړول وو او دا د نړۍ تر ټولو وړومبې فلاحي رياست وو۔ هغه ووئيل كله چې يو قوم د ظلم او كرپشن په ضد نه اودرېږي نو دا دواړه سوا كېږي۔ هغه ووئيل چې په ټولنه كښې كله جرمونه زيات شي نو بايد ددې مقابله وكړې شي۔ هغه ووئيل په لوئيديز كښې څوك زړه نه شي كولې چې د كوم پارليماني غړي د ضمير سودا وكړي۔ هغه ووئيل په امريكا كښې يو مالدار سړې په كرپشن كښې ونيولې شو نو د هغه مشر زوي ځان ووژلو٬ دويم كور كښې پاتې شو او مړ شو٬ ښځې طلاق واخست ٬ خور او خاوند ځان مړه كړو ولې چې هغوي ته معلومه شوه چې په ټولنه كښې د دوئي ځائې ختم شو۔ هغه ووئيل زه سياست ته 25 كاله وړاندې راغلې يم دغسې چې پاكستانيان يو قوم جوړ كړې شم۔ هغه ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې مو 70 كاله پس يو نصاب معارفي او عملي كړې دې۔ په دې وفاقي وزير شفقت محمود ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ هغه ووئيل ما د ټول قام پرمختګ لپاره د زده كړو څانګې ته خاص پام ګرځولې دې٬ ځوانانو ته 26 لكه سكالرشپس وركوؤ۔ هغه وئيل زمونږ عظيم لارښود قائد اعظم محمد علي جناح په غلام هېواد كښې آزاد لارښود وو كوم چې چاته سر ټيټ نه كړو۔ د اروپائي يونين سفيرانو د خط په اړه وزيراعظم ووئيل هغوي په خط كښې د روسيه په ضد د بيان وركولو ووئيل كومه چې دسفارتي آدابو خلاف ورزي ده۔ هغه ووئيل زه لوئيديز د ټولو نه زيات پېژنم او د دوئي د ذهنيت نه هم خبر يم۔ هغه ووئيل د كال 2008ء نه تر 2018ء پاکستان كښې د 400 نه زيات ډرون بريدونه وكړې شول ٬ آصف زرداری او نواز شریف د دې بريدونه غندنه نه ده كړی۔ وزیراعظم ووئيل دغه وخت د بېلو هېوادونو سفيرانو پوښتنه كړی وه چې تاسو د ډرون بريدونو مخالفت ولې كوۍ په دې كښې خو ترهګر وژلې شي۔ ما ددې په ځواب كښې ووئيل زمونږ يو ترهګر په لندن كښې د 30 كالو نه ناست دې كوم چې په كراچۍ كښې دومره كسان وژلې دي كوم بل چا نه دي وژلې خو فرق دا دې چې ده پاكستانيان وژلې دي او مونږ ته هغه د غوښتلو باوجود سپارلې نه شي۔ هغه ووئيل آيا تاسو به مونږ ته اجازه راكړۍ چې مونږ ئې لندن كښې د ډرون د لارې په نښه كړؤ۔ تاسو به اجازه رانكړۍ ولې چې كومه مهذبه ټولنه د دې اجازه نه وركوي۔ وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې نواز شريف او آصف علي زرداري د 12 او 14 لكه ډالرو دورې كړې وې او زما په دورو 1.5 لکه ډالره مصرف شوي دي۔ هغه ووئي چين زمونږ زيات عزت كوي او چين په ريكارډ وخت كښې جے 10 سی الوتكې مونږ ته راكړې دي۔ د روسيه دورې په اړه وزيراعظم ووئيل د روسيه دورې په مهال ماته درې ګارډ آف آنر راكړې شول او مونږ ته عزت راكړې شو۔ دغسې پخواني امريكائي صدر ټرمپ هم ماته عزت راكړې ولې چې هغه ته معلومه وه چې زه په غلطه نه يمه۔ د او آئی سی کنفرنس په اړه وزيراعظم ووئيل د روانې مياشتې په 22 مه نېټه 15 كاله پس په اسلام آباد كښې د او آئي سي كنفرنس كېږي په كوم كښې چې د ټولو اسلامي هېوادونو خارجه وزيران ګډون كوي۔ هغه ووئيل مونږ پاكستاني وګړو ته د وېړيا درملنو آسانۍ وركولو له عملي ګامونه پورته كوؤ۔ هغه ووئيل د کامیاب پاکستان پروګرام لاندې بېلو ښارونو او كليو كښې 20 لكه كورنيو ته د سود نه پاكې قرضې وركولې شي۔ د ګرانۍ په اړه وزيراعظم ووئيل حكومت احساس راشن پروګرام پېل كوي كوم كښی به چې 2 کروړه كورنيو ته پېسې وركوؤ۔ وزيراعظم په ريكارډ ټېكس وصولۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل دې سره مو د پټرول او ډيزل په بيعو كښې 10 روپۍ كمې وكړو۔ دغسې د برښېنا په بيعه كښې 5 روپۍ د يونټ په سر كمې شوې۔ هغه ووئيل په تېرو 50 كلونو كښی په اولني ځل هېواد كښې ډېمونه جوړولې شي۔ مونږ 10 ډېمونه جوړوو۔ وزيراعظم ووئيل تاسو فكر مه كوۍ اپوزيشن به د حكومت لمينځه اوړولو كښې ناكامه شي۔ دې نه وړاندې چې كله وزيراعظم په يوه ورځنۍ دوره حافظ آباد ته ورسېد نو تود هركلې يې وكړې شو۔ وزيراعظم د بېلو منصوبو پرانسته هم وكړه۔ وزيراعظم سره د حافظ آباد دورې په مهال وفاقي وزيران شاه محمود قرېشي ٬ اسد عمر ٬ شفقت محمود ٬ خصوصي مرستيال شهباز ګل او سېنېټر فېصل جاوېد هم ملګرے وو۔(mwa/mwa/2110)
حكومت به د خپلې پنځه كلنې مودې ترسره كولو نه وړاندې د هېواد په تاريخ كښې ځانګړې منصوبې پايې ته ورسوي٬ حكومت لمينځه وړولو له د غلا د پېسو د لارې د ضمير سودا كولې شي٬ اپوزيشن به په خپل مقصد كښې ناكامه شي٬ د وزيراعظم اولسي غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ