اسلام آباد 21 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان كاناډا سره تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬روغتيا او د تعليم په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښي لري٬د ريكوډك پروژې څخه به د روزګار موقعې او په خاص توګه د بلوچستان اولس لپاره اقتصادي موقعې راپیدا شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر وينډي ګلمور سره په خبرو كښې كړی چا چې وزيراعظم سره ملاقات كولو ٬ په دې مهال د پاكستان او كاناډا ترمينځه د ورورورلۍ او په خېرسګالۍ اډانه په تل پاتې شراكتدارۍ د خيالاتو څرګندونه هم شوی۔وزيراعظم ووئيل د كاناډا كمپنۍ په پاكستان كښې د حكومت كاروبار دوسته پالسېو څخه ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل د ريكوډك پروژوې څخه به د روزګار موقعې راپېدا شي او په خاص توګه د بلوچستان اولس لپاره به اقتصادي موقعې هم رامخې ته شي۔ده دا هيله څرګنده كړه چې ميرك ګولډ به ډېر زر په پروژه كار پېل كړي۔وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام ضروري دے٬نړيوالې ورورولۍ له په افغانستان كښې بشري او اقتصادي بحران څخه بچ كېدو لپاره هڅې تندول پكار دي۔د يوكرين په معامله د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو په چارټر عملدرآمد لپاره د پاكستان اصولي دريځ پخلي كولو سره وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغوي د سفارتكارۍ كارۍ او خبرو اترو د لارې د دې مسئلې پرامن حل لپاره اقدامات وكړي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د كاناډا هائي كمشنر ته د يوكرين اولس لپاره د انساني همدردۍ په بنياد د پاكستان لخوا د لېږلې شوې مرستې په اړه هم ووئېل۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او كاناډا ترمينځه د اولس په كچه رابطه او او د اعلٰی كچ دورو زياتولو ضرورت دے او دواړو هېوادونو له د سفارتي اړيكو 75مه سالګره په بشپړه توګه لمانځل پكار دي۔وزيراعظم د كاناډا هم څنګ جسټن ټروډو له د پاكستان دورې بلنه وركولو سره ووئېل دې دورې څخه به د پاكستان او كانډا اړيكې لا قوي شي
پاكستان كاناډا سره تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬روغتيا او د تعليم په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښي لري۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كاناډا هائي كمشنر وينډي ګلمور سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش