اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د قامونو په تعمير كښې د ادارو کردارکليدي دے، د ټيکنالوجۍ ترلاسه كول هم جديد علوم ته د رسنې ذريعه ده٬ په اوسني وخت كښې د علم ترلاسه كولو تقاضې په تندۍ سره زياتېږي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د كراچۍ په فېصل ائير بېس كښې د 35م ايئر وار كورس ګرېجوېشن دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ صدرمملکت ووئيل د نړۍ هره مسئله په مشاورت حل كېدې شي٬ عزم او جذبې سره قامونه جوړېږي، افرادي قوت د قامي ترقۍ پارسنګ (سټيئرز) دے۔ ده ووئيل د جمهوريت علمبردار قامونه د كډوالو په معامله غېر سنجيده دي، د تعصب څخه پرته پاتې كېدو سره د پرمختګ منزلونه ترسره كېدې شي٬ اسلامي نړۍ په اخلاقي اقدارو باور لري۔ صدر ډاکټر عارف علوي په دې خبره زور رواړو چې مونږ له به د رنګ٬ نسل او د امتياز نه غېر د مظلومانو ملاتړ جاري ساتل وي،د پرمختګ په ترلاسه كولو كښې د انسانيت اړخ مقدم پكار دې۔ ده ووئيل قامونه په حادثاتي توګه ترقي نه كوي دې لپاره اوږدې هلې ځلې لازم دي، د مصنوعي ذهانت غوندې علوم سره همكاري د وخت ضرورت دے۔ صدر مملکت په دې موقع ګريجوېټ افسرانو له سندونه وركړل چې پكښې 70 چارواكي او د دوست هېوادونو 18 افسران شامل دي٬ په اتلس افسرانو كښې د سعودي عرب، بنګله دېش، سري لنکا، انډونيزيا، ماليزيا، سوريه او يمن شامل دي۔
د قامونو په تعمير كښې د ادارو کردار کليدي دے، د ټيکنالوجۍ ترلاسه كول هم جديد علوم ته د رسنې ذريعه ده۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د كراچۍ په فېصل ائير بېس كښې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد