اسلام آباد۔3نومبر (اے ??ی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د انشورنس محتسب د امر په ضد د پاك قطر فېملي تكافل لمېټډ په درخواست پرېكړه اور??لو سره امر ك??ے دے چې انشورنس كمپنۍ دې صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بېرته وركړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې درخواست په اړه ووئيل چې انشورنس پالېسيو سره د ايجنټانو د ګټو تصادم انكشاف باوري كړې شي۔ انوار الحق (شکایت كوؤنكي) په فروری 2017 ء كښې کمپنۍ سره د 45 لکه روپو پالېسي واخسته۔ ده تر كال 2022 ء كلن پریمیم باقاعدګۍ سره ادا كړل۔ ده 45 لکه روپۍ جمع كړې٬ د ناوړه حالاتو له امله ده د ټ??لو جمع كړې پريميم سره د منافعې اخستو خواست وكړو خو رقم ده ته ترلاسه نه شو۔ په دې ده وفاقی انشورنس محتسب ته رجوع وكړه۔ محتسب كمپنۍ ته د 43 لكه روپو ادا ك??لو هدايت وكړو۔ كمپنۍ د محتسب د حكم په ضد صدر ته خواست وكړو۔ صدر د كېس اورېدنه وكړه ٬ د فريقېنو دلائل اورېدلو څخه وورستو يۍ پرېكړه اور??لو سره وئيل دا منلې شوې حقيقت دے چې كمپنۍ شكايت كوؤنكي څخه 45 لكه روپۍ اخستې دي كوم چې كمپنۍ په كاروبار ك??ې ولګولې۔ په دې يۍ منافع ترلاسه كړه۔ شكايت كوؤنكي په دې منافع كښې يوې برخې څخه محروم كول به ناانصافي وي۔ كمپنۍ دې د پالېسيو خرڅ??لو په وخت صا??ف د ايجنټانو ګټو څخه خبر ك??ي۔ دې دې د كمېشن په اړه هم خبر ك??ے شي۔ صدر مملكت د پاك قطر فېملي تكافل خواست مسترد ك??لو سره انشورنس كمپنۍ ته صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بېرته ورك??لو هدايت وكړو۔
صدر مملكت عارف علوي د انشورنس محتسب د امر په ضد د پاك قطر فيملي تكافل درخواست مسترد كړو٬ انشورنس كمپنۍ ته صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بيرته وركولو هدايت
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا