اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې د مسلم ليګ(ن)٬پيپلز ګوند او پيپلز پارټي پارليمنټرين د اكاؤنټس د جاج اخستنې په مهال لويې انكشافات رامخې ته شوي دي٬د فارن فنډنګ په اړه د پي ټي آئي(ن)ليګ٬پيپلز ګوند او پيپلز پارټي پارليمنټرين كيسونه يو شان دي او سكروټني كمېټي هم يوه ده۔د ټاكنو كميسون ته خواست دې چې د دې ټولو ګوندونو كيسونه دې يو ځاې واورېدلې شي۔د ټاكنو كمېشن په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې د اطلاعات وزيرمملكت ووئيل چې د(ن)ليګ 9 خفيه اكاؤنټس رامخې ته شوي دي٬پيپلز ګوند په كال 2013م كښې 9 ٬ په 2014م كښې 11 او په كال 2015م كښې 10 اكاؤنټس د ټاكنو كميسون څخه پټ ساتلي۔ده ووئيل چې (ن)ليګ او پيپلز ګوند د رسيدونو يا رېكارډ په وركولو كښې پاتې راغلي۔ده ووئيل چې چا چنده وركړې يا چا ورسره مرسته كړې د لويې رقم رېكارډ نشته۔ده ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)٬پيپلز ګوند او پيپلز پارټي پارليمنټرين د اكاؤنټس د جاج اخستنې په مهال لويې انكشافات رامخې ته شوي دي۔
د مسلم ليګ(ن)٬پيپلز ګوند او پيپلز پارټي پارليمنټرين د اكاؤنټس د جاج اخستنې په مهال لويې انكشافات رامخې ته شوي دي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د الېكشن كمېشن په خوا كښې خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania