اسلام آباد26جنوري (اے پي پي) د آزاد کشمير پخواني وزير اعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي د هند جمهوريه ورځ په موقع ګرده نړۍ كښې كشميريان توره ورځ لمانځي۔ راجه محمد فاروق حېدر خان خپل پېغام كښې ووئيل هند كښې اقليتونو سره ساتلےشوے سلوك ګرده نړۍ كښې د هند جمهوريت بې نقابه كړې ، په نننۍ ورځ ګاٶكدل او هندواړه كښې91 كشميريان هندي پوځ قتل كړي وو٬ مودي د هندي جمهوريت پټه څېره بې نقابه كړې ۔ ده ووئيل د هندي ځواكونو پرېډ جمهوريت لپاره نه په ګاٶنډي هېواد فشار اچولو لپاره دے، ډېر زر د هند په سيکولر ازم كښې پټه انتها پسندانه څيره نړۍ ته رامخې ته كېدونكې ده،ده ووئېل ھغه وخت لرې نه دے كله چې به د كشميريانو هڅې رنګ رواړي او دوي به د آزادۍ منزل ته ورسي
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج