اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آزاد كشمير وزي??اع??م راجه فاروق حېدر خان سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې د آزاد كشمير په بېلو سيمو كښې د زلزلې دلاسه په شوي زيان د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د آزاد كشمير وزي??اع??م ته د هر ډول مرستې باور وركړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اړوندې ادارې دې په سمدستي توګه ځپليو وګړو سره مرسته كولو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د اولس خبرولو له دې معلوماتي مركزونه او هېلپ لائن جوړ كړې شي او وفاقي او صوبائي حكومت دې آزاد كشمير س??ه په ګډه د مرستې هلو ځلو كښې برخه واخلي۔ د سېنېټ چيئرمېن د زلزلې په نتيجه كښې د حق رسېدليو وګړو بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه او غمجن??و كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ دوهم چیئرمین سناتور سلیم مانډوی والا ، د حكومت ډل?? مشر سید شبلی فراز او د مخالفې ډل?? مشر سناتور راجه محمد ظفرالحق هم د زلزلې دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپل??و كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د آزاد كشمير وزيراعظم ته ټېلېفون ، د زلزلې دلاسه په شوي زيان د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل