اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د او آئي سي موجوده چيئرمېن په حېثيت د سعودي عرب د اړخه وړاندې كړی شوي تجويز ترمخه پاكستان(نن)داتوار په ورځ په 19 دسمبر كال 2021 د افغانستان په معامله د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې كوربتوب كوي۔د دې څخه وړاندې د افغانستان په صورتحال دا ډول غونډه په 1981 كښې شوې وه۔د اسلامي مرستې تنظيم 56 غړو هېوادونو نه علاوه د ملګرو ملتونو نړيوال مالياتي ادارو او 5 لويو هېوادونو پشان مهمو شراكتدارو ته په غونډه كښې بلنه وركړی شوې۔ د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې رامخې ته شوې صورتحال تر نظر ساتلو سره پاكستان وړاندې څخه په پراخا توګه سفارتي رابطې او هڅې پېل كړي۔نن دا غېر معمولي غونډه د دغې هڅو تلسل دے چې مقصد يې په افغانستان كښې په تندۍ سره خراب شوې بشري حقونو صورتحال او متوقع اقتصادي تباهۍ قابو موندل دي۔خارجه وزير ووئيل چې د خارجه وزيرانو كونسل دا غونډه افغانانو له بشري مرستې وركولو لپاره د يو پليټ فارم وركولو پشمول افغانانو مرستې لپاره د عمل وړ تګلاره وضعه كړي۔دا غونډه به د نړيوالې وروورلۍ پام د افغانستان صورتحال پلو راوګرځوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د او آئي سي باني غړي په حېث اسلامي يو والي او شريك اسلامي اقدارو لرلو سره سره د تنظيم كردار او شراكت ته د قدر په سترګه ګوري۔هيله لرو چې دا غونډه به د افغانانو ستونزو لرې كولو بنيادي مقصد كښې د نيجې وړ وګرځي۔
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع پیغام
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena