اسلام آباد 18 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د افغان جمهور ريئس اشرف غني په بلنه (نن) د زيارت په ورځ د كابل دوره كوي٬ د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس د وزيراعظم عمران خان دا د افغانستان وړومبۍ دوره ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د وزيراعظم په پلاوي كښې به خارجه وزير ٬ تجارت او سر??اي?? كارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار او نور لوړ پوري شامل وي۔ د پروګرام له مخې به وزير ??عظم اشرف غني سره ملاقات كوي٬ د پلاويو په كچه به خبرې اترې او د ګډې خ??ري كنفرنس به هم كوي۔ ملاقاتونو او د خبرو اترو په مهال به د پاکستان او افغانستان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو٬ د افعان امن عمل٬ سيمه ايز معاشي پرمختګ او د رابطو لا مستحكم كولو سره په اړوندو چارو بحث كولے شي۔ د وزيراعظم دا دوره د پاکستان او افغانستان ترمينځه پرله پسې د لوړې كچې د تبادلو برخه ده٬ افغان صدر اشرف غني په آخري ځل په جون كال 2019 كښې د پاكستان دوره كړې وه د دې نه وړاندې دواړو مشرانو د تېر كال مئي مياشت كښې په مكه مكرمه كښې د او آئي سي مشرانو 14مي غونډې په مهال ملاقات كړې ٶ، د دې نه عل??وه وزيراعظم د روان كال ستمبر مياشت كښې صدر اشرف غني سره ټېلي فوني خبرې هم كړې وې۔ د وزيراعظم د دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه په يو شمېر څانګ?? كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول دي په دې تناظر كښې په دې وروستي?? كښې خ??رجه وزير ??اہ محمود قرېشي افغان همڅنګ سره ملاقات كړې ٶ او د دې نه عل??وه ا فغانستان د قامي روغې جوړې چيئرمېن (اېچ سي اېن آر) ډاکټر عبد اللہ عبد اللہ، د اولسي جرګې سپيكر رحمن رحماني، او د تجارت وزير نثار هم د پاكستان په مهمه دوره راغلے وو۔ وياند له مخې د پاکستان او افغانستان اولس تاريخي ، مذهبي ، كلتوري، د قرابت ، دود دستور او شريكو رشت?? كښې يو بل سره تړلې دي۔ د وزيراعظم دا دوره به د دواړو روڼو هېوادونو ترمېنځه قوي او ګڼ اړخيزه اړيكو ته وده وركولو لپاره مرستياله وګرځي
وزيراعظم عمران خان به د افغان جمهور ريئس اشرف غني په بلنه (نن) د كابل دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ