اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د اېن اېف سي ايوارډ له مخې د وسائلو تقسيم څخه د صوبو آمدن اوس د وفاق څخه زيات دے خو د دې باوجود صوبو سره په ګډه به د سېلاب ځپليو كسانو بحالۍ٬د كورونو تعمير او د فصلونو زيان ازاله كوو٬دا زمونږ قامي فريضه ده۔د شورو په ورځ شهباز شريف د سېلاب ځپلې سيمې كالام دوره وكړه چرته چې هغه د سېلاب ځپليو سره ملاقات وكړو۔وزيراعظم په دې موقع په ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو او زيان په اړه خبر كړے شو۔دلته ځايې كسانو وزيراعظم ته ووئيل د صوبائي حكومت لخوا د ګيرو شوو سېلګرو لپاره خوراك وركړے شوے خو هغه كم دے٬ مونږ د خپلو كورونو څخه هغوي ته راشن وركوو٬د هغوي لپاره مونږ د ټولو هوټلو دروازې پرانستې دي۔وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع ځپليو ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د سېلاب له امله رابطې او لارې منقطع دي٬د پاكستان څخه د بېلو سيمو څخه راغلې سېلګري ګير شوي٬هغوي د دې ځاې څخه منتقل كول دي۔وزيراعظم ووئيل د اوسېدونكو مننه كوم چا چې د هغوي خيال ساتلے ٬دا عظيم خلق دي او د رېښتنې پاكستانيانو په توګه خپل فرض ادا كوي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ تاسو يواځې نه شو پرېښودلے ځكه پخپله د ځپليو سيمو مسلسل دوره كوم٬نن به د پاك پوځ سرلښكر او د نورو ځواكونو مشران د اېف ډبليو او مشرانو سره خبره كوم او هغوي به پرله پسې د دې عمل څارنه كوي٬مونږ په خبرو نه بلكې په عمل باور لرو۔وزيراعظم ووئيل صوبې به هم خپل كردار ترسره كوي٬ 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر او د حق رسېدليو لپاره لس لكه روپۍ وفاق وركوي٬د فصلونو او كورونو د زيان ازاله كول دي٬د اربونو روپو فصلونه تباه شوي او تر ورستي كس او كور بحالولو به په قلاره نه كېښنو
صوبو سره په ګډه به د سېلاب ځپليو بحالۍ٬ د كورونو تعمير او د فصلونو زيان ازاله كوو۔د وزيراعظم شهباز شريف كالام كښې ځپليو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب