اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د عيد مېلادالنبي ص??ی الله عليه وآ??ه وسلم په موقع 46م دوه ورځنې رحمته للعالمين كانفرنس به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې پېل كېږي. د دې دوه ورځني كانفرنس موضوع ” د حضور رحمته للعالمين ص??ی الله عليه وآ??ه وسلم د تعليماتو په رڼا كښې اتحاد او همغږۍ ته وده وركولو لپاره د جومات، مدرسو، خانقاه او امام بارګاه كردار ” ده. د كانفرنس په وړومبې ورځ به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر خاص مېلمه وي. د كانفرنس په دوهمه ورځ به دوه سېشن كېږي. د وړومبي سېشن مشري به صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او د وروستي سېشن مشري وزيراعظم عمران خان كوي. دا كانفرنس د كال 1976م نه د مذهبي چارو او د مذهبي همغږۍ وزارت تر سيوري لاندې هر كال كېږي. د كانفرنس مقصد د اسلام مثبت تشخص په ډاګه كول، د حضور نبي اكرم ص??ی الله عليه وآ??ه وسلم تعليمات خپرول او د حضور نبي اكرم ص??ی الله عليه وآ??ه وسلم په ژوند د كتابونو د ليكوالانو او مقاله ليكونكو د اېوارډونو وركولو د لارې ډاډګېرنه كول دي. په كانفرنس كښې به د پارلمان غړي، سفيران، علما، سكالران، د مدرسو زده كوونكي، د پوهنتونونو ډينز او د چېمبرو استازو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكي خلق ګډون كوي. دا دوه ورځنې كانفرنس به د نهې په ورځ پاې ته رسي.
د عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم په موقع 46م دوه ورځنې رحمته للعالمين كانفرنس به ﴿نن﴾ په اسلام آباد كښې پېل كېږي
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado