اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان جمهوريه كرغزستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په ټولو څانګو ك??ې د اړيكو قوي كولو خوښي لري٬د اي سي او مشرانو غونډه كښې د كرغزستان وزيراعظم ګډون سره د سيمه ايزې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره زمونږ شريكې خوښې ته مرسته ترلاسه شوې۔د نهې پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د كرغزستان د پارلمان سپيكر ترسن بيكوف چينيبائي اكونوچ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښ?? ده ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښ?? سياسي او دفاعي مرسته لري بايد د دواړو هېوادونو د قامي اسمبليو ترمينځه مرسته زياته كړی شي دغسې چې زمونږ خاص اړيكې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو څانګو مشتمل يو ستراتېژېكي شراكتدارۍ بدلې شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د كرغزستان خپلو وروڼو سره پارلماني ت??رب?? شيئر كولو له چمتو دے۔ده په اسلام آباد كښ?? انسټي ټيوټ آف پارليمنټ سروسز كښې د كورسونو د اهتمام وړاندېز وكړو۔وزيراعظم ووئيل بايد دواړه هېوادونه تجارتي او د شريكو پروژو ودې له سوداګرې ورورولۍ او د سرمايه كارو ترمينځه رابطو له آسانۍ وركړي۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي او نور چارواكي هم موجود وو۔
پاكستان جمهوريه كرغزستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په ټولو څانګو كښې د اړيكو قوي كولو خوښي لري
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا