اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د قابضو هندي ځواكونو د لاسه د 9 بې ګناه كشميريانو شهادت د ظلم انتها ده، د نړۍ قامونو له به د انسانيت په ضد د هند د جرائمو خبر اخستل وي. د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د هند جبر او استبداد د كشميريانو د خپلواكې د حق د لويو هڅو مخه نه شي نيولے۔ ده ووئيل كشميريان به خپل منزل ته رسي. ده ووئيل كه يو خوا ټوله نړۍ د كورونا وائرس وبا په ضد هلې ځلې كوي نو بل خوا هند په مظلومانو ظلمونه كوي۔ د هند انتهاخوښې څېره نړۍ ته څرګنده شوې ده
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر