كراچۍ 11 ستمبر (اے پي پي) پاك فضائيه خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او جنوبي پنجاب كښې سيلاب ځپليو بحالۍ عمل كښې بوښت دي۔ د اتوار په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې پاك فضائيه اهلكار د سيلاب ځپليو ښېګړې ، خوراك، استوګني ،څښلو اوبو او طبي مرستي وركولو لپاره پرله پسې ګامونه پورته كوي۔سيلاب ځپلي له په دې سخت وخت كښې د ضروري ريليف وركولو لپاره پاك فضائيه ايمرجنسي ريسپانس ډلو تيرو 24 ساعتونو په مهال حاجتمندو كورنيو له 23 زره 76 د خوراك پيكټ،11سوه څخه زيات د اوبو بوتلي او 17سوه 95 راشن پيكټ وركړې دي۔دې نه ځانله ويړيا خوراك او استوګني وركولو نه علاوه پاك فضائيه فيلډ ميډيكل كيمپونو كښې ميډيكل ډلو 3 زره 49 رنځورانو طبي معائنه هم كړې ده۔
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں