اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د ايتهوپيا خارجه وزير مملكت مسګانو آريګا وئېلي دي ايتهوپيا ??اك??تان سره كاروباري اړيكو ته ودې ته ډېر اهميت وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغې د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري لخوا د ??اك??تان ايتهوپيا بزنس فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د ايتهوپيا انووېشن اينډ ټېكنالوجي وزير مملكت فوزيه امين او نور مشران هم په دې موقع موجود وو۔په خپلې وېنا كښې مسګانو آريګا ووئيل ايتهوپيا ??اك??تان سره كاروباري اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔هغې ووئيل ايتهوپيا افريقائي هېوادونو كښې په تندۍ سره پرمختګ كونكے معيشت دے او د پرمختګ لس كلنه پلان لري ۔هغې په دې خبره زور راوړو چې ??اك??تاني سرمايه كار دې په ايتهوپيا كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي ځكه چې زمونږ هېواد غېر ملكي سرمايه كارو ته زړه راښكونكې موقعې وركوي۔هغې ووئيل د ايتهوپيا ايئر لائن ??اك??تان سره نيغ په نيغه پروازونه پېل كړ?? كوم چې به چې د دواړو هېوادو??و ترمينځه كاروباري او اولسي اړيكې لا ښې كړي۔هغې ووئيل د ايتهوپيا پلاوي ??اك??تان تجارتي او پېداواري هلو ځلو لپاره يو ښه هېواد ګرځولے او په ښه مېلمستياﺀ كولو د ??اك??تان حكومت او چيمبر مننه كوو۔د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري په خپله د هر كلي وېنا كښې ووئيل د ??اك??تان او ايتهوپيا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 10 كروړه ډالر څخه هم كم دے د كوم ښه والي لپاره چې پراخه ګنجائش موجود دے۔ده ووئيل ??اك??تان ايتهوپيا ته ډېر مصنوعات لېږلې شي چې پكښې ټېكسټائل٬وريژې٬فارماسيوټيكل٬كيميكل٬جراحي او طبي آلات٬د لوبو سامان او تعميراتي ميټريل شامل دي۔دغسې چې ??اك??تان د ايتهوپيا څخه ډېر د خوراك څيزونه درآمد كولې شي۔په ??اك??تان كښې د ايتهوپيا سفير جمال بكر عبدالله په خپله وېنا كښې د دې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادو??و ترمينځه كاروباري اړيكو لا ښه والي لپاره به خپلې هڅې جاري ساتم۔په ??اك??تان كښې د ايتهوپيا اعزازي قونصل جنرل ابراهيم خالد تواب د دواړو هېوادو??و ترمينځه كاروباري اړيكو ته د ودې وركولو په اهميت هم رڼا واچوله
د پاكستان سرمايه كار دې ايتهوپيا كښې د سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔د ايتهوپين خارجه وزير مملكت مسګانو آريګا
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ