اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د اپوزيشن لخوا د نمبرز پحقله شوې ادعاګانې په حقيقت اډانه نه دي۔ د شورو په ورځ د هېواد په سياسي صورتحال خپل بيان كښې ده ووئيل كه د اپوزيشن دعوٶ كوم حقيقت لرلې نو دوي به دومره منډې ترړو نه وهلې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل مونږ اتحاديانو سره د درې نيمو كالو تعلق او تړون لرؤ ، مونږ د هېواد سمولو لپاره په شريكو هلو ځلو كښې شامل پاتې شوې يؤ۔ اتحاديانو سره زمونږ په رابطو كښې يو تسلسل دے او اپوزيشن په دې كښې خنډان راولاړوي٬ كله چې خليج زيات وي نو زور هم زيات لګول وي۔ ده ووئيل نن كه نون ليګ، ق ليګ ته آفرز وركوي نو آيا د ق ليګ دوستانو ته معلومه نه ده چې د كال 2018 په ټولټاكنو كښې دوي څومره مسئلې جوړې كړې وې؟ آيا اېم کيو اېم ته معلومه نه ده چې پيپلز پارټۍ په سندھ كښې دوي سره څه سلوك كړې؟ د پيپلز پارټۍ لخوا د وړاندې كړې شوي بلدياتي قانون په ضد دوي په احتجاج نه وو او مونږ دوي سره همكلام ٶ٬ آيا دوي ته به ھغه سلوك ياد نه وي؟ آيا دوي پوهه نه دي چې پيپلز پارټۍ په تيرو پنځلس كلونو په اقتدار كښې په كراچۍ او حېدرآباد كښې د دوي ووټرانو سره كوم سلوك كړې؟ شاہ محمود قرېشي ووئيل د موسمي ملاقاتونو په بنياد د صورتحال سمه تجزيه نشي كېدې۔ ده زياته كړه چې كله چې مونږ صورتحال ته د تسلسل زاويې سره ګورونو نو مونږ ته اطمينان كېږي۔
د شمېرو په اړه د اپوزيشن ادعاګانې بې بنسټه دي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا